د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

ګرانډي: پاکستان دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له صبره کار واخلي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR مشر فليپو ګرانډي د افغان کډوالو په لړ کې د پاکستان کوښښونه ستايلي، خو د دې ترڅنګ يې پرې غږ کړى چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په لړ کې دې "له صبر نه کار واخلي."

نوموړى همدا راز وايي چې اداره به يې ډېر ژر بېرته ستنېونکېو کډوالو ته د نورو اسانتياوو ترڅنګ د مرستې په ډول د نقدي روپيو موجوده پېکچ هم يو په دوه کړي.

فليپو ګرانډي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا صوبې د سفر پر مهال پېښور ته نژدې په نوښار کې د کډوالو په يوه ځايي ښوونځي کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړي.

فليپو ګرانډي چې دا مهال د پاکستان په څو ورځني سفر دغه هېواد کې دى، وويل، دې هېواد ته په دې مقصد راغلى چې د افغان کډوالو ستونزې نړۍ ته څرګندې کړي او د پاکستان حکومت د راجسټر شوېو کډوالو د اوسېدنې موده وغځوي.

د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې نژدې ١٥ لکه راجسټر شوي کډوال مېشت دي، خو د پاکستان حکومت بيا ادعا کوي چې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې همدومره غېر راجسټر شوي کډوال هم دېره دي.

دا مهال په پاکستان کې نژدې ١٥ لکه راجسټر شوي کډوال مېشت دي
دا مهال په پاکستان کې نژدې ١٥ لکه راجسټر شوي کډوال مېشت دي

د دغه ادارې مشر وايي چې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو ښه حل پر خپله خوښۀ افغانستان ته بېرته ستنېدل دي او په خبره يې چې په دې لړ کې له افغان حکومت سره هم په تماس کې دى.

ښاغلي ګرانډي زیاته کړه:

"د افغان کډوالو لپاره تر ټولو ښه حل دا دى چې پر خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او د دې لپاره به د کډوالو اداره د نورو اسانتياوو ترڅنګ د نغدي مرستو پېکچ يو په دوه کړي چې ډېر ژر به پيل شي او هيله لرم چې په ترڅ کې به يې ډېر خلک بېرته ستنېدو ته غاړه کېږدي. موږ په دې لړ کې له افغان حکومت سره په تماس کې يو چې د افغان کډوالو لپاره په خپل هېواد کې سازګاره حالات پيدا کړي، خو دا پروسه به ډېر وخت واخلي چې له امله يې ما له پاکستانيو چارواکېو غوښتي چې د افغان کډوالو د مېلمستيا په لړ کې له صبره کار واخلي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پر سر تر وروستۍ شخړې وروسته د پاکستان حکومت او یو شمېر سیاستوالو د افغان کډوالو پر ضد پراخ تبلیغات پیل کړي او ادعا کوي چې د افغان کډوالو کمپونه د ترهګريزو فعاليتونو لپاره کارېږي.

همدا شان د پاکستان ولسمشر او د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز تېره ورځ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې له مشر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي وو چې دغه اداره او نړېوال دې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې له پاکستان سره مرسته وکړي او د عزيز په خبره:

"که څه هم پاکستان له تېرو درېيو لسيزو راهيسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي، خو په خبره يې چې دا هېواد دا مهال د ټولنيزو، اقتصادي او ماحولياتي چېلنجونو سره مخ دى چې په نتيجه کې يې دلته د افغان کډوالو پاتې کېدل مناسب نه دي."

عزیز: نړیوال دې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.
عزیز: نړیوال دې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

له بلې خوا رويټرز خبري اژانس وايي چې فليپو ګرانډي دغې غونډې ته د وينا پر مهال نه يوازې له پاکستانيو چارواکېو، بلکې له ځايي اوسېدونکېو هم غوښتي چې پر افغان کډوالو دې د ترهګرو ټاپه نه لګوي.

په پاکستان کې دا مهال نژدې ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان او يو.اېن.اېچ.سي.آر د ګډ تفاهم له مخې ورته د اوسېدنې قانوني کارټونه ورکړل شوي چې موده يې د روانې مياشت په وروستۍ نېټه پوره کېږي.

د يادونې وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر خېبر پښتونخوا صوبې ته د خپل سفر مهال د دې صوبې له والي او اعلى وزير سره هم کتلي او خېبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG