د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

ګراندي: ۲۰۱۵ کې ۶۵ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وایي، تېر کال په نړۍ کې ۶۵ میلیون وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي، د سوریي او افغانستان په څېر سیمو کې د جګړو او زورونې له امله د تېرکال تر پایه په نړۍ کې د کډوالو او کورني بې ځایه شوېو کسانو شمېر بې سارې اندازې یعنې ۶۵،۳ میلیون وګړو ته ورسېد.

مخکینی ۲۰۱۴ کال هم نړۍ د کډوالو له پلوه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بې ساري شمېر شاهده وه. شپیته میلیون وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي و.

UNHCR د نړیوالو بهیرونو په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تېر کال چې کله ډېرو کډوالو اروپا ته مخه کړه د وړم کال په نسبت د کډوالو په شمېر کې ۱۰ فیصده زیاتوالی راغی.

ګراندي وایي، د دغو کورني بې ځایه شوېو او کډوالو نیمایي برخه یې ماشومان دي.
ګراندي وایي، د دغو کورني بې ځایه شوېو او کډوالو نیمایي برخه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وایي، د دغو کورني بې ځایه شوېو او کډوالو نیمایي برخه یې ماشومان دي.

ګراندي وویل:

"په خواشینی سره تېر کال د کډوالو شمېر په سلو کې لس زیات شوی دی. اوس موږ ۶۵ میلیون کډوال لرو. دوه دریمه برخه یې کورني بې ځایه شوي دي چې ګرانه ده ورته مرستې ورسول شي، یوه دریمه برخه یې هم کډوال دي. د دغو کډوالو په سلو کې پنځوس یې ماشومان دي. د دغې احصایي هره برخه ډېره د اندیښنې وړ ده چې له موږه غواړي چې په وړاندې مقابله وکړو."

د دغو بې ځایه شوېو او کډوالو شاوخوا نیمایي برخه درې هېوادونه، سوریه، افغانستان او سومالیا جوړوي.

د ګراندي په وینا تېر کال په هغو هېوادونو کې چې جګړې روانې دي، ۴۰،۸ میلیون وګړي په کور دننه بې ځایه شوي، ۲۱،۳ میلیون وګړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي او۳،۲ میلیون وګړي هم سیاسي پناه اخېستونکي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې چې مرکز یې په جینوا کې دی، له اروپایي او د نورو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د جګړو د پایته رسېدو لپاره یې هڅې زیاتې کړي ځکه همدغې جګړې دي چې ډېر کډوال یې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ کړي دي.

د کډوالو د چاروعالي کمېشنر ګراندي وایي، سیاستوال او مرستندویه ټولنې له دغو بې ځایه شوېو کسانو سره د مرستې رسولو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

ګراندي: که ستونزې حل نکړئ، ستونزې به ستاسوغاړې ته ولویږي
ګراندي: که ستونزې حل نکړئ، ستونزې به ستاسوغاړې ته ولویږي

ګراندي وویل، دغه بې ځایه شوي او کډوال یو واضح پیغام له ځان سره لیږدوي:

"هغه پیغام چې دوی یې له ځان سره لیږدوي دا دی چې که تاسو ستونزې حل نه کړئ، ستونزې به ستاسو غاړې ته ولویږي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې مشر دغه راز وویل، د کډوالو نړیواله ورځ ځکه په افغانستان کې لمانځي چې د افغان کډوالو ستونزه نړیوال ډېر ځلي هېره کړې ده.

د UNHCR د ادارې مشر فیلیپو ګراندي وویل، په خواشینی سره د افغان کډوالو ستونزه له کله چې راپورته شوې، په کراتو کراتو هېره شوې خو هغه وخت ورته پام اوښتی چې پر امریکا د سېپټمبر د یوولسمې تروریستي حملو په څېر لویې پېښې شوي یا هم اوس چې اروپا ته د ورغلو په سلګونو زرو کډوالو په ډله کې ډيری یې افغانان دي.

ګراندي وویل، په افغانستان کې بې ثباتي د دغې ستونزې اساسي عامل دی او زیاته یې کړه چې له دې هېواده د ده لومړنی پیغام دا دی چې راځئ چې افغانستان امن کړو.

د افغان کډوالو ستونزه شاوخوا څلور لسیزې مخکې راپورته شوې چې تر اوسه یې میلیونونه کډوال په ګاونډېو پاکستان او ایران کې اوسي.

XS
SM
MD
LG