د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

بلوچ: پاکستان کې کډوالو سره مرستې په نېست کې شمار دي


پاکستان چې میلیونونه افغان کډوال په کې اوسيږي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې که ورسره مرسته ونه شي اروپا ته د افغان کډوالو بهیر کې به زیاتوالی راشي.

اسلام اباد وايي، کومه مرسته چې پاکستان یې د افغان کډوالو لپاره ترلاسه کوي په نېست کې شمېرل کېږي.

د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ د افغان کډوالو په هکله یوې غونډې ته وویل چې اوه دیرش کاله پخوا کله چې د شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال پاکستان ته راغلل چې نړیوالو ورسره مرسته کوله.

اوس هم شاوخوا یو نیم میلیون راجسټر شوي افغان کډوال په پاکستان کې اوسي او ګڼ نور هم راجسټر شوي نه دي.

پاکستان: که مرسته ونه شي اروپا ته د افغان کډوالو بهیر به زیات شي
پاکستان: که مرسته ونه شي اروپا ته د افغان کډوالو بهیر به زیات شي

د فرانسې د خبري اژانس رپوټ وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ناامني زیاتې شوي دغه هېواد ته د کډوالو د ستنېدو پروګرام ځنډمن شوی دی.

اسلام اباد وايي، د راجسټر شوېو کډوالو لپاره نړیواله ټولنه د سړي په سر د کال ۵،۲ ډالر ورسره مرسته کوي چې دغه پیسې باید د کډوالو د تعلیم او روغتیایي خدماتو لپاره ولګوي.

د پاکستان د سرحداتو وزیر وویل چې په تېرو لسو کلونو کې په دغه هېواد کې کډوالو سره د نړیوالې ټولنې مرستې په نېست کې شمار دي.

ښاغلي بلوچ وویل، نسبت هغو مرستو ته چې ترکېه یې په خپل هېواد کې د دوه نیمو میلیونو کډوالو لپاره ترلاسه کوي پاکستان سره دغه ډول مرستې ډیرې کمې دي.

هغه وویل چې لویدیځوال ځکه اوس په ستونزه پوه شول چې په سلو کې دیرش ورکډه شوي کسان افغانان دي.

د پاکستان د سرحداتو وزیر خبرداری ورکړ چې دوی ترخپل توانه ستونزې ګاللی شي او اروپا ته د ورتلونکو افغان کډوالو شمېر کېدای شي اوچت شي.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر فیلیپو ګراندي چې په همدغې غونډې کې یې برخه درلوده ومنله چې:

"د افغان کډوالو ستونزه له پامه غورځول شوې ده."

هغه وویل چې: "موږ باید کوربه هېواد سره خپلې مرستې زیاتې کړو."

فیلیپو ګرانډي وویل، په اروپا کې د کډوالو کړکېچ یوه غمیزه ده خو د خلکو سترګې یې هم ورخلاصې کړې او دا يې وښوده که چیرې تاسو لېرې ستونزې حل نه کړې نو دغه ستونزې به درنږدې شي.

بل خوا د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم دا مني چې افغان کډوالو ته د نړیوالی ټولنې پاملرنه کمه شوې.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل ازادي راډیو ته وویل:

"افغان کډوالو ته پاملرنه کمه شوې دا منو چې نه یوازې پاکستان کې او ایران کې بلکه هغه افغانان چې دننه په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي د دوی په برخه کې هم پاملرنه کمه شوې دي."

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو د وزارت ویاند حفیظ احمد میاخیل زیاتوي چې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي او دغه بهیر روان دی:

"د ۲۰۱۶ کال په لومړېو درېیو میاشتو کې له یو لک څخه ډیر کسان له دواړو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه راغلي، یا هم یو شمېر یې په زوره ایستل شوي او یو شمېر یې هم په خپله خوښه راغلي دي."

د فرانسې د خبري اژانس رپوټ لیکي چې افغان کډوال د پاکستان په بې وزلو لېرې پرتو سیمو کې په کمپونو کې اوسي او ژوند يې ځکه ډاډمن نه دی چې د لنډې مودې اسناد ورکړل شوي دي او پاکستاني چارواکي یې د بېرته ستنولو پرله پسي ګواښونه کوي.

XS
SM
MD
LG