د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

م.م: نړۍ کې کډوال او بېځایه شوي ۶۵ میلیونو ته رسېدلي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له خپلو هېوادونو په زور د افغان کډوالو د وېستولو پرځای له افغانستان سره د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

د دغه ادارې لوی کمېشنر په کابل کې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د تېر کال په پرتله په نړۍ کې د کډوالۍ کچه لس سلنه زیاته شوې ده.

د جون د میاشتې شلمه نېټه د کډوالې له نړیوالې ورځې سره برابره ده خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په دې ورځ د خلکو لپاره ښه خبرونه نه لري.

د دغه کمېشنرۍ لوی کمېشنر فلیپوګراندي د دوشنبې په ورځ کابل د یویې خبري ناستې پرمهال وویل ترهغې چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ نه شي د کډوالۍ ستونزه به په بنسټیزه توګه حل نه شي.

ګراندي د پاکستان او ایران په ګډون د نړیوالې ټولنې له هغې هېوادونو چې افغانان په کې اوسېږي په تکرار دا وغوښتل چې په زور له خپلو هېوادونو افغان کډوال ونه باسي.

هغه زیاته کړه:

"نړیواله ټولنه او یا د پاکستان او ایران په ګډون هغه هېوادونه چې افغان کډوالو ته یې پنا ورکړې مسولیت لري چې خلک په زور له خپلو هېوادونو ونه باسي ځکه دغه لاره په افغانستان کې ډېرې ستونزې جوړوي نو ځکه زه دلته پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له افغانانو سره د مناسبو شرایطو په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي."

د دغو کډوالو او بېځایه شویو تقریباً نیم میلیون د افغانستان، سوریې او سومالیا وګړي دي
د دغو کډوالو او بېځایه شویو تقریباً نیم میلیون د افغانستان، سوریې او سومالیا وګړي دي

د چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال په نړۍ کې پنځه شپیته میلیونه خلک د کډوالۍ ورځې او شپې سبا کوي او د هرې ورځې په تېرېدو په دغه شمېر کې زیاتوالي راځي.

د شمېرو له مخې په هره دقیقه کې څلوروېشت تنه کډوال کېږي چې مطلق اکثریت یې د جګړو او اقتصادي فقر له کبله د خپلو اصلي استوګنځایونو پرېښېدو ته اړ کېږي.

د کډوالۍ په برخه کې مخ پر زیاتېدونکو مشکلاتو ته په کتو د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، ضروري ده چې په نړیواله سطحه د دغې ستونزې د حل په برخه کې هڅې وشي.

د دغه کمېشنرۍ لوی کمېشنر فلیپو ګراندي تاکید کوي چې د کډوالۍ د اصلي لاملونو چې نا امني، فقر او بېوزلي ده د لمنځه وړلو لپاره باید اساسي هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"په نړیواله کچه د هغو خلکو شمېر چې د جنګ، شخړو، د بشري حقونود نقض کېدو، د قانوني تعقیب، تبعیض او ناسمه حکومتوالي له کبله اړه شوي بې ځایه شي پنځه شپیتو میلیونو ته رسیږي چې دا د تیر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالي ښي."

ښاغلی ګرندي په مشخصه توګه د افغان کډوالو په اړه هم خبرې کړي دي
ښاغلی ګرندي په مشخصه توګه د افغان کډوالو په اړه هم خبرې کړي دي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي چې د تېر کال د شپږ میاشتو په پرتله بهر ته د تلونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالي راغلی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ د یویې خبرې ناستې پرمهال په افغانستان کې د وروستیو اقتصادي پروژو پلي کېدل بهر ته د تلونکو غیرې قانوني افغانانو د شمېر د کموالي اصلي لامل وباله.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG