د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د ناټو د غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو پر موضع هم خبرې وشي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزیر به له اروپایې مشرانو سره د افغان کډوالو پر ستونزو په بروکسل کې خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له اروپایې هېوادونو د کډوالو د اجباري ایستلو مخالف دي.

د دغه وزارت یوه ویاند خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو وزیر به د بروکسل د غونډې په څنډه کې له اروپایې چارواکو سره د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړي.

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"هم له اروپایې ټولنې او هم له بېلابېلو اروپایې هېوادونو سره دوه اړخېزې خبرې لرو تر څو له هغوی سره یوې نتیجې ته ورسیږو او له اروپایې هېوادونو د هغوی د اجباري ایستلو مخه ونیسو."

دا په داسې حال کې ده چې د فنلنډ حکومت د سې شنبې په ورځ وویل چې د کډوالو د منلو شرایط یې سخت کړي او افغان، عراقي او سومالیایې کډوال به له خپلې خاورې وباسي.

د فنلنډي چارواکو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې۵۲۰۰ افغانانو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، په فنلنډ کې یې د افغان کډوالو پر ستونزو له هغه فنلنډي پلاوی سره خبرې کړي چې څه موده مخکې کابل ته راغلی و.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت په پام کې لري له فنلنډ سره د کډوالو په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړي او په خبره یې له دغه هېواده یې غوښتي چې په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو د بیرته ستنولو زمینه برابره کړي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR) ویاند نادر فرهاد وایي، دغه اداره له فنلنډه غواړي چې د افغان پناه غوښتونکو اسناد په جلا توګه وڅیړي او د هغې له مخې د کډوالو په اړه پریکړه وکړي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"له ټولو اروپایې هېوادونو څخه تل زموږ غوښتنه دا وه چې د پناه غوښتونکو اسنادو ته په انفرادي توګه رسیدګي وشي که د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر دي نو په دغو هېوادونو کې دي و منل شي."

ښاغلی فرهاد وایي، هغه افغانان چې د پناه غوښتنې یې نه منل کیږي نو کوربه هېواد باید بېرته ستنولو ته یې زمینه برابره او ټول بشري حقوق یې په پام کې ونیسي.

د یو.ان.اچ.سي.ار د معلوماتو له مخې تېرمیلادي کال څه باندې دوه لکه افغان کډوالو په بېلابېلو اروپایې هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي چې ډيره برخه یې جرمني ته و.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG