د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ په اړه اندېښنې


د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وایي، د دې وېره شته چې تېره اوونۍ د یونان یوه ټاپو ته نږدې د یوې لوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې به له درې سوه زیات کډوال مړه شوي وي.

که څه هم په دې وروستیو کې له ترکیې یونان ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ بهیر ډېر ورو شوی خو د مدیترانې د سمندرګي له لارې چې یوه خطرناکه لاره بلل کېږي، ایټالیا او نورې اروپاته د کډوالو په تېره بیا د شمالي افریقا د هېوادونو د وګړو د تګ بهیر دوام لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM نن وویل چې تېره اوونۍ به د یونان کریتا ټاپو ته نږدې د یوې لوې کښتۍ د ډ وبېدو په پېښه کې له درې سوه زیات کسان مړه شوي وي.

دغه مرستندویه او د کډوالو ملاتړي سازمان د سې شنبې په ورځ په جینوا کې وویل چې له دغې پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شویو ورته ویلي چې په دغه کښتۍ کې چي له مصر څخه خوځېدلې او ایټالیا ته په لاره وه او د تېرې جمعې په ورځ ډوبه شوه، ۶۵۰ تنه سپاره و.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپورله مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند جیول میلمن Joel Millman دغه راز وویل چې د په لسګونو مړو سربېره چې جسدونه یې تېره اوونۍ وموندل شول، ۳۲۰ تنه تراوسه لادرکه دي او د دې وېره شته چې ډوب شوي به وي.

یاده کښتۍ چې د تېرې جمعې په ورځ ډوبه شوه، ۶۵۰ تنه سپاره و
یاده کښتۍ چې د تېرې جمعې په ورځ ډوبه شوه، ۶۵۰ تنه سپاره و

په دغې نوې پېښې سره د روان کال له پیل راهیسې د هغو کسانو د مړینې شمېر چې هڅه یې کوله د ښه ژوند په مقصد جنوبي اروپا ته ځان ورسوي، ۲۸۰۹ ته رسېږي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ویاند په وینا په مدیترانې سمندرګي کې سږکال په ناوړه پېښو کې نږدې زرکسان مړه شوي چې دا په دې سمندرګي کې د تېرکال د نیمایي په نسبت لوړه شمېره ده.

هغه وویل، اوس د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی چې هڅه کوي د مدیترانې له لارې اروپا ته ورسېږي او هلته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

ښاغلي میلمن زیاته کړه یو علت چې خلک خپل ماشومان پرقاچاقبرانو سپاري چې اروپا ته یې ورسوي دا دی چې د وېزې د اخیستو پروسه ډیر وخت نیسي.

ایریتریا، نایجریا او ګامبیا هغه هېوادونه دي چې ډېرو اتباعو یې ځان ایتالیا ته رسولی خو یونان ته بیا د رسېدلو کډوالو ډېری یې سوریایان، افغانانان او عراقیان دي.

یونان ته د رسېدلو کډوالو ډېری یې سوریایان، افغانانان او عراقیان دي
یونان ته د رسېدلو کډوالو ډېری یې سوریایان، افغانانان او عراقیان دي

د هغه تړون له مخې چې د انقرې او اروپایي اتحاديې ترمنځ په تېره مارچ میاشت کې لاسلیک شو، د ایژې د سمندرګي له لارې یونان ته د غیرقانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ بهیر چې یووخت د ورځې زرګونو کسانو ته رسېده اوس د ورځې لسګونو کسانو ته راکم شوی دی.

د کډوالو د سفریو مهم هدف هم جرمني دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په تېره می میاشت کې څه باندې ۵۵ زره کسانو له دې هېواده د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

د دغو پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله له سوریایانو وروسته افغانان دي.

جرمني تېرکال په خپله خاوره کې یومیلیون او سل زره کډوال او پناه غوښتونکي منلي و.

XS
SM
MD
LG