د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

درې میلیونه افغانان او د کډوالۍ یوه بله لویه ستونزه


د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو ستونزې ته بیا د نړیوالو پام اوښتی.

مایکل کوګلمن چې د ودرو ویلسن په نړیوال تحقیقاتي مرکز کې څیړونکی دی، په والسټریټ ژورنال ورځپاڼه کې په یوه مطلب کې د افغان کډالو د ستونزې پرڅلورو مهمو اړخونو تمرکز کړی دی.

مایکل کوګلمن وایي، د سوریې د کډوالو ستونزو د خبرونو سرلیکونه جوړوي خو د افغان کډوالو ستونزه هم ډیره د پام وړده او کولای شي د افغانستان راتلونکې چې امریکا پرې ډېره پانګونه کړې، په اوبو لاهوکړي.

د افغان کډوالو څلورو مهمو ستونزو ته لویدیځ زیاته پاملرنه نه ده کړې.

د افغان کډوالو څلورو مهمو ستونزو ته لویدیځ زیاته پاملرنه نه ده کړې
د افغان کډوالو څلورو مهمو ستونزو ته لویدیځ زیاته پاملرنه نه ده کړې

لومړی، افغانستان چې د ملګروملتونو د احصایې له مخې په نړۍ کې د کډوالۍ اوږده سابقه لري او درې میلیون وګړي یي په ګاونډیو ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، له دې هېواده په دې وروستیو کې د نویو ځایونو په مقصد د کډوالۍ بهیر تیز شوی دی.

د کوګلمن په وینا ښایي دغه بهیر په دې هېواد کې د بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله لا تیزشي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنیر فیلیپو ګراندي په وینا تېرکال په سلګونو زرو افغانانو اروپا ته ځان رسولی و او سږ ۲۰۱۶ میلادي کال تراوسه له څلویښت زرو زیات افغانان د سمندر له لارې اروپا ته رسیدلي چې له سوریې وروسته د بل هیر هېواد په نسبت دا لویه شمېره ده.

دوهم، په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو د وروستیو فشارونو له امله هم په دې هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو اروپاته د تلو لارنیولې ده.

درېیم، هغه افغانان چې په خطرناکو لارو اروپا ته ځان رسوي، په اکثرو کوربه هېوادونو کې له بد چلند سره مخامخ شوي.

د تېرکال په وروستیو کې چې کله اروپاته د کډوالو د تګ بهیراوج ته ورسېد لږترلږه پنځو اروپایي هېوادونو د روان کال په فبروري میاشت کې د افغانانو پرمخ خپلې پولې وتړلې.

د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د افغانانو د بېرته استولو هڅې وکړې.

د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د افغانانو د بېرته استولو هڅې وکړې
د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د افغانانو د بېرته استولو هڅې وکړې

او څلورمه ستونزه هم داده چې افغانستان پخپله دا توانایي نه لري چې بیرته یو زیات شمېر افغانان چې په اروپا کې نه منل کېږي، ومني.

د کوګلمن په وینا د پخواني ولسمشرحامد کرزي په حکومت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې د پراخ فساد له امله امریکا له دې وزارت سره د مالي مرستو اندازه ډېره کمه کړه.

له بلې خوا هغه افغانان چې ډېر مخکې له هېواده کډوال شوي یا نوي له دې هېواده وتلي، لېواله نه دي چې بیرته خپل هېوادته ستانه شي ځکه له یوې خوا په دې هېواد کې په جګړو کې د ملکي تلفاتو شمېر بې ساری اندازې ته لوړشوی او وسله والو طالبانو هم پر ډېرو سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

دغه وضعیت ته په پام سره له افغانستانه د خلکو د وتلو دغه بهیر به د دې هېواد پر راتلونکې چې حرفوي نسل ته اړتیالري، بد اغېز وکړي.

خو له دې سره سره ډېری افغانان تر اوسه زړه نازړه دي چې په هېواد کې پاتې شي او که له دې هېواده ووځي.

XS
SM
MD
LG