د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

حسېن: د تلپاتې سولې لپاره د افغان کډوالو ستنېدل ضروري دي


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن وايي، د سيمې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره ضروري ده، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد "افغانستان" ته ستانه شي.

نوموړي همدا شان پر نړېوالې ټولنې غږ کړى چې د افغان کډوالو په بېرته ستنېدا کې دې له پاکستان سره ګډ کار و مرسته وکړي.

د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې، ولسمشر حسېن دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو له کمېشنر فلپپو ګرانډي سره د ملاقات پر مهال کړي.

د کډوالو لپاره ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ يا UNHCR د وينا له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ١٥ لکه راجسټر شوي کډوال مېشت دي، خو د پاکستان حکومت بيا ادعا کوي چې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې همدومره غېر راجسټر شوي کډوال هم اوسېږي.

ښاغلي حسېن د کډوالو کمېشنر ته همدا شان ويلي، د افغان ګډوالو بېرته ستنېدل يې د حکومت په لومړيتوبونو کې ده او په دې لړ کې يې د ښو نتيجو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د ګډ کار هيله څرګنده کړې ده.

تردې مخکې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز هم له فليپو ګرانډي سره د ليدنې پر مهال ويلي وو:

"پاکستان له تېرو درېيو لسيزو راهيسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي، خو اوس دا هېواد له ټولنيزو، اقتصادي او ماحولياتي چيلنجونو سره مخ دى چې په نتيجه کې بايد د افغان کډوالو په ستنولو غور وشي."

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت خبرپاڼه وايي، دواړو مشرانو په ليدنه کې په دې خبرې وکړې چې د افغان کډوالو هېواد ته ستنېدل به د افغانستان او سيمې په ثبات او پرمختګ کې مهمه ونډه ولري.

پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع تر هغې وروسته توده کړې چې په روانه مياشت کې پر پاک افغان سرحدي کرښې تورخم کې د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د دروازې د جوړولو پر سر نښتې وشوې چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ تر نښتو او ترينګلتا وروسته د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان کډوالو پرضد مظاهره وشوه او رسنيو يې پر ضد منفي تبليغات هم تېز کړل.

د راپورونو له مخې، فليپو ګرانډي له پاکستانيو چارواکو سره په ليدنه کې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د هغوى مننه کړې او ډاډ يې ورکړى چې اداره به يې په افغانستان کې د کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره د مناسب ماحول پيدا کولو او د دغې ستونزې د اواري کوښښ وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر د پاکستان له ولسمشر او خارجه چارو له سلاکار سره پر ليدنې سربېره د دې هېواد د سرحدي چارو له وزيرعبدالقادر بلوچ سره هم ليدلي او د افغان کډوالو په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې مېشتو شاوخوا ١٥ لکو راجستر شوېو افغان کډوالو ته د پاکستان او يو.اېن.اېچ.سي.ار د ګډ تفاهم له مخې د اوسېدنې قانوني کارټونه ورکړل شوي چې موده يې د روانې جون مياشت په وروستۍ نېټه پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG