د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

میاخيل: پاکستان دې بشري موضوعګانې له سیاست سره نه غوټه کوي


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، سره له دې چې د کډوالو په چارو کې له پاکستان سره هوکړې لري، خو بیا هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مناسب چلند نه کیږي.

د دې وزارت د خپرونو مسوول حفیظ احمد میاخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تورخم په سیمه کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځیني افغان کډوال زنداني شوي او ځیني یې ګواښل کیږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي میاخېل له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو موضوع دې له سیاست سره نه ګډوي:

"د تورخم له پېښې وروسته ستونزې هلته ډیرې شوي، بشري موضوعګانې باید له سیاسته سره غوټه نه شي، لکه څنګه یې چې د درې میلیونو افغانان کوربه توب کړی زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کوربه توب ته دې ادامه ورکړي او سیاسي موضوع دې له بشريته لیرې وساتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د سازمان ادارې، د افغان کډوالو په اړه پر خپلې انټرنېټي پاڼه یو لړ لیکل کړي دي.

په دې پاڼه لیکل شوي چې د دې ادارې مشر فیلیپوګراندي په پاکستان کې له ځینو افغان کډوالو سره لیده کاته کړي دي.

افغان کډوالو ورته ویلي چې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، اندیښمن دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ رييس له پاکستانه غوښتي چې په پاکستان کې دې د تروریستانو د کړنو له امله افغان کډوالو مقصر ونه شمېرل شي.

د پاکستان د بهرني سیاست مشاور سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ له یوه پاکستاني تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه، د تروریستانو لپاره په خوندي ځایونو اوښتې دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یو لکو دوه زره افغان کډوالو له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي چې ځینې په کې په زوره له دغو هېوادونو ایستل شوي دي.

دا وزارت وايي، په دې شمېره کې شاوخوا ۷۰ فیصده له پاکستانه ایستل شوي دي.

فرهاد وايي، هغه افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري
فرهاد وايي، هغه افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري

په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد وايي، هغه افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي چې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري:

"ترکومه ځایه چې اطلاع لرم، هغه افغانان چې اسناد لري له ستونزو سره مخ نه دي، خو ستونزې هم نه ردوو.ستونزې شته، په پاکستان هغه افغانان چې اسناد نه لري، ځوریږي."

سربېره پر پاکستان، ځیني خبرونه وايي چې افغان کډوال په ایران کې هم د ځورولو، په زوره د سورېې جنګ ته د استولو او له هغه هېواده په زوره د ایستلو او داسې نورو ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو اداره ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان دې د کډوالو د ستونزو حل ته مناسبه لاره ومومي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG