د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

۴اړخېزه غونډه:په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې راتلى شي


ارشیف
ارشیف

په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په لړ کې د څلور اړخيزې کمېټې غړېو هېوادونه په دې سلا شوي چې په افغانستان کې سوله يوازې د خبرو اترو له لارې راتلى شي او څلور واړه هېوادونه به په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان څلور اړخيزې کمېټې د پېنځمې غونډې کوربه و.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت تر غونډې وروسته په يوې خبر پاڼه کې ويلي، په دغه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د خارجه چارو د وزارت سکرتر اعزازاحمد چودري، په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ریچارډ اولسن او د چین پلاوي مشري ډينګ زي جون کوله.

خبر پاڼه زياتوي، په دغه غونډه کې يو ځل بیا په دې ټینګار وشو چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو یوازې د خبرو له لارې راتلی شي او څلور واړه هېوادونه به په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جنګ له لارې هېڅ يوه ستونزه نه شي هوارېدلای او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د استازيو دغه څلور اړخيزه کمېټه د تېر کال په دسمبر مياشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوه چې دا يې پېنځمه غونډه وه.

تر پرونۍ غونډې مخکې دغه کمېټې څلور غونډې کړې وې چې په کابل کې يې د خپلې وروستۍ غونډې په پاى کې پر طالبانو غږ کړى و چې له افغان دولت سره دې مخامخ خبرو اترو ته کېني.

خو د څلور اړخيزې کمېټې غونډه او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اترې هغې وروسته وځنډېدې چې طالبانو د مخامخ خبرو لپاره شرطونه رامنځته کړل او همدا راز يې په کابل کې خونړي ترهګريز بريدونه وکړل.

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کمېټې په غونډه کې د څلور واړو هېوادونو له خوا د اپرېل مياشتې په نوولسمه نېټه په کابل کې شوی ترهګريز برید وغانده او وايي، هغه څوک چې دد ې برید ترشا يې لاس درلود، بايد د خپلې کړنې له نتيجو سره مخ شي.

که څه هم د دغه غونډې ګډون والو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د سولې د پروسې د پرمخ وړلو عزم څرګند کړى، خو د څلور اړخيزې کمېټې د راتلونکي غونډې نېټه او ځاى يې نه دى ټاکلى، خو د خارجه چارو د وزارت خبرپاڼه وايي چې د څلور واړو هېوادونو تر سلا مشورو ورسته به نېټه او ځاى اعلان شي.

د څلور اړخيزې کمېټې دا پېنځمه غونډه په داسې وخت کې کېږي چې افغان ولسمشر څه موده مخکې په کابل کې تر خونړيو ترهګريزو بريدونو وروسته پر پاکستان سختې نيوکې کړې وې او ويلي وو، له پاکستانه دا هيله نه لري چې طالبان به د خبرو اترو مېز ته راولي.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې اترې په تېر کال کې شوې وې، چې بيا وروسته دا لړۍ د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو تر راښکاره کېدو وروسته وځنډېده.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG