د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

مینه پال:د "عزیز"څرګندونې د پاکستان دوه مخي توب ښيي


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې په باب د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د پاکستان د دوه مخي سیاست ښکارندوي کوي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال وايي، پاکستان په څلور اړخیزو ناستو کې په لیکلې بڼه د جګړه خوښوونکو وسله والو مخالفینو په وړاندې د پوځي اقدام ژمنه کړې، خو اوس دغه کار مناسب نه ګڼي.

افغان حکومت په بهرنيو چارو کې د پاکستان د سلاکار سرتاج عزيز هغه څرګندونې د پاکستان د دوه مخي سیاست یوه بېلګه بولي چې ګواګې د افغان طالبانو پر ضد د زور په کارولو سره ښايي په افغانستان کې د سولې ټینګښت نا ممکن شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، که څه هم پاکستان په لیکلي بڼه افغانستان، چین او امریکا ته دا ژمنه ورکړې وه چې هغه وسله والې ډلې به ځپي چې سوله نه کوي خو اوس یې پر وړاندې پوځي اقدام مناسب نه ګڼي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال دوا خان مینه پال له ازادي راډیو سره په خبرو کې تاکید وکړ چې پاکستان باید خپل دریځ روښانه کړي چې له ترورېزم سره ملګری دی او که د ترورېزم په مقابل کې.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"اوس نور پاکستان له دنیا څخه ځان نه شي پټولای او غواړي چې له فشارونو څخه په دغسې کازبو دلایلو باندې ځان خلاص کړي، پاکستان باید نور باید نړۍ ته وښيي چې دی له ترورېزم سره دی که د ترورېزم پر وړاندې باندې دی."

په بهرنيو چارو کې د پاکستان سلاکارسرتاج عزيز ویلي چې په ظاهره د افغان طالبانو پرضد د زور په کارولو سره ښايي په افغانستان کې د سولې ټینګښت ناشونې وي او ټينګار یې کړی چې د سولې د ټینګښت لپاره بايد کوښښونه جاري وساتل شي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان سلاکارسرتاج عزيز
په بهرنيو چارو کې د پاکستان سلاکارسرتاج عزيز

په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په کلکه له پاکستانه وغوښتل چې له ژمنې سره سم دې د هغو وسله والو پر ضد عمليات وکړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.

پاکستان په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې پوځي اقدام د افغانستان د سولې بهیر ته زیانمن ګڼي چې له دې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي دي.

په ورته وخت د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د سولې په برخه کې له پاکستانه د ریښتنې همکارۍ هیله د وخت ضایع کول دي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي، افغان حکومت باید له طالبانو سره د سولې او جنګ په اړه هیڅکله پر پاکستان ملا ونه تړي او له پاکستانه په دې برخه کې د صداقت تمه هم ونه لري.

میرمن یون زیاته کړه:

"موږ که د پاکستان په تمه کینو هغوی هیڅکله د افغانستان په اړه یو مخی سیاست نه دی لوبولی، تر هغه وخته چې د پاکستان غوښتنې عملي نه شي هغوي هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امن راشي."

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر
د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر بیا د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د طالبانو لپاره له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د وخت د اخیستو په معنا بولي.

ښاغلي اتمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت باید له ولس سره په همغږۍ هڅه وکړي څو سیمه ییز او نړیوال هېوادونه په دې قانع کړي چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او باید پر ضد یې ګډ اقدام وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG