د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

مککین: پاکستان باید افغانستان ته د وسله والو د ورتګ مخه ونیسي


امریکايي سناتوران جان مککین او لینزي ګراهم وايي پاکستان باید په خپله خاوره کې د نورو وسله والو په ګډون دحقاني شبکې پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

دو چې په کابل یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل پاکستان ته یې ویلي چې د امریکا ـ پاکستان ـ افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو لپاره د تروریستي ډلو پرضد اقدامات ضروري دي.

امریکايي سناتوران جان مککین او لینزي ګراهم چې تازه له پاکستان څخه کابل ته راغلي وايي د پاکستان له پوځ څخه یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته د وسله والو د راتګ مخه ونیسي.

دوی د دوشنبې په ورځ کابل کې خبري ناستې ته وویل چې د امریکا او پاکستان د ښې ملګرتیا با وجود هم د امریکا متحده ایالات توقع لري چې پاکستان د داعش، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

جان مککین
جان مککین

هغه زیاته کړه:

"موږ پر ډېرو موضوعاتو خبرې وکړې له پاکستان سره زموږ د ملګرتیا، اړیکو او د ګډ کار د اهمیت په اړه چې باید داعش او حقاني شبکې ته ماته ورکړو خو له پاکستان څخه زموږ د قوي ملاتړ او ملګرتیا سر بېره موږ د حقاني شبکې د فعالیتونو د کمېدو او لمنځه وړلو هیله لرو او په ورته وخت د نورو هغو تروریستي ډلو چې په پاکستان کې فعالیت کوي."

روانه اوونۍ د جان مککین په مشرۍ د امریکا سناتورانو څلور کیسزه ډلې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د راحیل شریف په ګډون له بېلابېلو پاکستان چارواکو سره لیده کاته وکړل.

وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې له جان مککین سره د لیدنې پرمهال به د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له مبارزې دفاع وکړي.

یادو امریکايي سناتورانو همدا راز پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه څخه لیدنه وکړه.

په ورته وخت کې بل امریکايي سناتور لینزي ګراهم بیا وايي چې په افغانستان کې باید امریکايي سرتېري د پاتې کېدو په اړه پرېکړه د مهال وېش له مخې نه بلکې موجوده حالاتو ته په کتو وشي.

نوموړی وايي ولسمشر اوباما باید د عراق له تجربې په ګټې اخیستو په افغانستان کې د حالاتو د کابو کېدو لپاره د امریکا سرتیرو شمېر کم نه کړي.

امریکايي سناتور لینزي ګراهم
امریکايي سناتور لینزي ګراهم

نوموړي زیاته کړه:

"که ولسمشر اوباما په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي دلته به ترې هرکلی وشي خو ولسمشر غني موږ ته ویلي چې په دې اړه به د اوباما له هر ډول پریکړې هرکلی وکړي او ولسمشر باید په دې اړه د عراق له تجربې په ګټې اخیسنې پریکړه وکړي."

دغو امریکايي سناتورانو له ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله سره هم کتلي او وايي دواړو ته ډاډ ورکړی چې له پاکستان څخه یې په واضح توګه غوښتنه کړې څو د ترهګردو په اړه عملي اقدامات وکړي.

د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا متحده ایالات له پاکستان څخه دا ډول غوښتنه کوي بلکې تردې وړاندې یې هم ورته غوښتنې کړي خو پاکستان تراوسه هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

ښاغلي ځاځي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل پاکستان د حقاني شبکې په ګډون د تروریستي ډلو په پاللو کې خپلې ګټې ګوري او دوی ته تر هڅه وړاندې خپلې ګټې مهمي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG