د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

عزیز: پر وسله والو ډلو زیات فشار راوستل معکوسه نتیجه ورکوي


د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار وايي، هلته پر افراطي ډلو د زیات فشار راوستل ښايي معکوسه نتیجه ورکړي او تروریستي حملې زیاتې کړي.

سرتاج عزیز ټینګار کړی چې هېواد یې له تروریزم سره په مبارزه کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري.

د هغه په وینا، د افراطي ډلو پر ضد په مبارزه کې د لا زیات پرمختګ لپاره باید له احتیاطه ډک، خو جدي ګامونه واخیستل شي.

عزیز خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې پر افراطي ډلو زیات فشار راوستل ښايي تروریستي حملې زیاتې کړي.

سرتاج عزیز زیاته کړه:

"واضح ده چې د معکوسې نتیجې اخیستل یو خطر دی ځکه په پاکستان یوازې یوه ډله نه ده چې مبارزه ورسره کوو، موږ د پوځي مبارزې ترڅنګ، د زیاتو افراطي ډلو پر ضد استخباراتي جنګ هم پيل کړی، دا عملیات په ټولو ښارونو کې کېږي ځکه هغه وسله وال چې له قبایلي سیمو د پوځي عملیاتو له امله تښتېدلي، په نورو ښارونو کې پټ دي،موږ باید معکوسې نتیجې د کنټرول لپاره جدي خو د خپل توان په حد کې او په منظم ډول پرمخ ولاړشو."

سرتاج عزیز پر پاکستان د نړیوالې ټولنې دا انتقاد هم رد کړ چې د حقاني شبکې د فعالیت بندولو لپاره یې کافي هڅې نه دي کړې او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو یو شمېر مشرانو ته یې لا هم ځای ورکړی دی.

عزیز پرون جمعه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته څرګنده کړه چې د امریکا د کانګرس له پلاوي سره په کتنه کې به چې سناتورجان مک کین یې مشرې کوي، د تروریستي ډلو پرضد د خپل حکومت له مبارزې دفاع وکړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار په شمالي وزیرستان کې د خپل حکومت پوځي عملیاتو ته په اشاره، ټینګار وکړ چې هېواد یې په وروستیو درېیو کلونو کې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

عزیز: پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر پټن ځایونو حملې کړي
عزیز: پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر پټن ځایونو حملې کړي

عزیز رویټرزته وویل:

"زما په فکر په تېرو دریو کلونو کې زموږ پرمختګ د ستاینې وړ دی او موږ پرته له دې چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپير وکړو، پرمخ ځو، خو په دې کې چې څرنګه، څومره او ترکومه حده پرمخ ولاړ شو ځیني خطرونه موجود دي، موږ اوس هغې مرحلې ته را رسېدلي یو چې پر داسې اندېښنو بحث وکړو خو دسم وخت انتخاب ډېر دی."

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې تر یوه حده د خپلو طالبانو پرپناه ځایونو حملې کړې دي.

تېره میاشت د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په بلوچستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو.

ملا منصور د پاکستان بلوچستان د احمد واله په سیمه کې ووژل شو
ملا منصور د پاکستان بلوچستان د احمد واله په سیمه کې ووژل شو

دې پېښې یووار بیا دې مسئلې ته د نړیوالو پام کړ چې د وسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي او له هغه ځایه په افغانستان کې پر خلکو، حکومتي ځواکونواو د نړیوالو ادارو پر کارکونکو مرګونې حملې کوي.

XS
SM
MD
LG