د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

امریکا: پاکستان دې طالب مشران وځپي


د امریکا متحده ایالات له پاکستانه غواړي چې د طالبانو د مشرانو د ځپلو لپاره اقدامات وکړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله چې ویل کیږي په افغانستان کې دی، د په نښه کولو لپاره تراوسه څه کړي؟

اسلام اباد وروسته له هغې چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، پر واشنګټن د دې حملې په خاطر انتقاد وکړ او هغه یې پر ملي حاکمیت تۍرۍ وباله.

امریکایي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د په نښه کولو لپاره تراوسه څه کړي؟
امریکایي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د په نښه کولو لپاره تراوسه څه کړي؟

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د یوه پاکستاني خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان هڅه کوي، د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله چې ویل کیږي د افغانستان په خاوره کې دی، په نښه او هغه ونیسي، امریکا په دې برخه کې تر اوسه څه هڅه کړې وویل، امریکا له پاکستانه غواړي چې ترورېستان، په تېره بیا د طالبانو مشران وځپي.

اسلام اباد د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید په خاطر چې په ترڅ کې یې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو، پر واشنګټن په غُصه شوی او دا برید یې د پاکستان پر ملي حاکمیت تیرۍ ګڼلی.

که څه هم له ډېرې مودې راهیسې افغان حکومت له پاکستانه او دغه راز له خپلو نړیوالو متحدینو غوښتنه کوله چې د طالبانو د مشرانو په وړاندې چې په پاکستان کې اوسي، جدي اقدامات وکړي خو دا لومړی ځل دی چې امریکا د هغوی په وړاندې د پاکستان په خاوره کې اقدام کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د تیرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستاني خبریال دا پوښتنه چې امریکا د ملافضل الله د نیولو لپاره تر اوسه څه کړي بې ځوابه پریښوده.

ښاغلي ټونر زیاته کړه:

"دا واضح ده چې موږ له افغانانو سره په افغانستان کې له نژدې همکارۍ مخ ته وړو او هغه به دوام وکړي خو له پاکستانه هم غواړو چې د ترورېستانو، په تېره بیا د طالبانو د مشرانو د ځپلو لپاره اقدام وکړي."

پاکستاني چارواکي وایي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله په ۲۰۰۷ میلادي کال چې د پاکستان پوځ د هغه په قوي مرکز سوات کې عملیات وکړل، افغانستان ته تښتیدلی او له هغه مهال راهیسې په کونړ ولایت کې چېرې پټ دی.

د پاکستان دفاع وزیر ورته تور بیا ولګاوه چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن ځایونه لري خو نړیوال یې پر ضد اقدام نه کوي.

اصف: پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن ځایونه لري خو نړیوال یې پر ضد اقدام نه کوي.
اصف: پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن ځایونه لري خو نړیوال یې پر ضد اقدام نه کوي.

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ د خواجه اصف له قوله وویل چې وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې مرکزونه لري او د امریکا په ګډون هیڅ نړیوال قدرت د هغو پر ضد اقداماتو ته لیوال نه دی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د خواجه اصف دغه ادعا رد کړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، د تروریستانو په اړه د افغانستان د حکومت دریځ واضح دی او هغه دا چې ترورېست ښه او بد نه لري او دا هېواد په هیڅ عنوان د ترورېستانو ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG