د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

افغان چارواکو د ملا اختر محمد منصور مړینه تأیید کړه


د راپورونو له مخې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور چې په دې وروستیو کې په یوه حمله کې ټپي شوی و، مړ شوی دی.

افغان چارواکو نن د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور چې له څو میاشتو راهیسې د دې ډلې د مشرۍ د مقام پر سر د خپلو سیالانو له مخالفت سره مخامخ و، مړینه تایید کړه.

د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي چې لومړی ځل یې د ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو خبر ورکړی و، نن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې نوموړی د سختو ټپونو له کبله مړ شوی دی.

فیضي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو مخکې یې آزادۍ راډیو ته ویلي و چې ملا اختر محمد منصور د کوټې د ښار په ۲۵ کېلومترۍ کې د کوچلاغ په سیمه کې، ټپي شوی و، خو د اختر محمد منصور د ډلې ویندویانو له پیله دا خبرې آوازې بللي او رد کړي یې دي.

ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر له مرموزې مړینې وروسته ځان د طالبانو د مشر په توګه اعلان کړ خو دا کار یې د مخالفینو له سخت غبرګون سره مخ شو. د ده په مخالفینو کې یو، ملا محمد رسول وروسته د طالبانو جلا ډله جوړه کړه او ځان یې د هغې ډلې مشر وباله او د دې دوو ډلو تر منځ له همغه راهیسې خونړۍ نښتې پیل شوې چې د دواړو خواوو ګڼ شمېر پلویان جنګیالي پکې ووژل شول.

په هلمند کې د ملي پولیسو د زون قوماندان چې په دې ولایت کې له وسله والو مخالفینو سره د جګړو مشري کوي د ملا اختر منصور د مړینې آوازې دقیقې بولي.

پاسوال عصمت الله دولتزي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزییات څرګند کړل:

"ملا اختر منصور د کوټې په کوچلاغ سیمه کې د یو غونډې په بهیر کې د خپلو ذات البیني اختلافاتو له کبله ژور ټپي شوی و، وروسته له ټپي کېدو څخه د کوټې يوه روغتون ته انتقال شوی و او هلته په روغتون کې یې سا ورکړې، مړ دی، ژوندی نه دی."

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډېری پلویان په هلمند ولایت کې دېر دي.

پاسوال دولتزی وايي، د ملا اختر محمد منصور مړینه به د طالبانو جګړه ییز قابلیت ته سخته ضربه ورکړي:

"ډېره ستره اغېزه به ولري. د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره ډېر مثبت اثر لري او طالبانو او وسله والو مخالفینو ته ډېر ستر تاوان دی او ډېر بد اغېز به پرې وکړي. د دوی جنګي توان او جنګي ماشین په ټپه دروي."

له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول په دې وروستیو کې له اختر محمد منصور سره خپل مخالفت په ډاګه اعلان کړی و او په تېرو څو اوونیو کې د دې دوو ډلو تر منځ په تېره په زابل ولایت کې د خونړیو جګړو راپورونه هم ورکړل شول.

په راپورونو کې ویل کېدل چې په دې جګړو کې د ملا رسول د ډلې طالبانو ته سخت تلفات هم اوښتي وو چې د طالبانو د نامتو قوماندان ملا دادالله ورور- منصور دادالله هم په دې ډله کې و. که څه هم د دادالله مړینه تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې خو د هغه د ټپي کېدو د خبر له خپرېدو وروسته بیا د هغه پته ونه لګېده.

پر ملا اختر محمد منصور د برید په اړه هم ویل کېږي چې د طالبانو د جلا شوې ډلې له خوا تنظیم شوې انتقامي حمله وه.

XS
SM
MD
LG