د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

مستغني: پاکستان دې د دوه اړخېز مېکانېزم هوکړې عملي کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان باید له دې وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هر ډول اقدامات د هغو توافقاتو پر اساس وکړي چې په دوه اړخېزه مېکانېزم کې پرې هوکړه شوې وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، که پاکستان غواړي د تورخم په څېر پېښې بیا تکرار نه شي نو باید هر ډول اقدامات د دوه اړخېزه مېکانېزم د هوکړې پر اساس تر سره کړي.

احمد شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شانګهايي د سرمشریزې په څنډه کې د دوه اړخېزه مېکانېزم پر جوړولو توافق د دې هدف لپاره و چې د سرحدي ستونزو په اړه خپلو کې سلا مشورې وکړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"که د شوېو توافقاتو له مخې پاکستان د تاوتریخجنو پېښو د بیا پېښېدو د مخنیوي اراده ولري، هر اقدام چې دغه هېواد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پام کې ولري، باید په دوه اړخېزه عالي مېکانېزم کې ورباندې بحث او هوکړه شوې وي."

د پاکستان او افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ثبتول او تنظیمول دي.
د پاکستان او افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ثبتول او تنظیمول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار طارق فاطمي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سرحدونو د ادارې مېکانېزم د عملي کېدو په حال کې دی او د تفتیش د پوستو له جوړېدو سره به له افغانستان سره د ټول سرحد په اوږدو کې موانع جوړې کړي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې له دې کاره یې هدف د سرحد تړل نه بلکې د پاکستان او افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ ثبتول او تنظیمول دي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني لوري له خوا د تاسیساتو د جوړولو پر سر افغان او پاکستاني پوځیانو څه باندې دوه اوونۍ مخکې د تورخم په بندر کې وقفه یي نښته وکړه چې دواړو لورېو ته یې تلفات هم واړول.

صالح وایي، دا ډول اقدامات به په سیمه کې ستر ناورین رامنځ ته کړي
صالح وایي، دا ډول اقدامات به په سیمه کې ستر ناورین رامنځ ته کړي

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وایي، دا ډول اقدامات به په سیمه کې ستر ناورین رامنځ ته کړي او دا ښیې چې پاکستان غواړي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له یوې او بلې خوا پر افغانستان فشارونو ته دوام ورکوي.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"پاکستان د فشار د الې په توګه کله د کرښې اواز راپورته کوي کله هم پر کډوالو فشار راوړي د افغانستان له حکومت سره د ځينو بې اعتمادۍ د لېرې کېدو په هدف."

اخوا د چارو کارپوه شهزاده مسعود وایي، د پاکستان له خوا د سرحد په اوږدو کې د اقداماتو دوام به لا هم افغانان د دغه هېواد پر وړاندې وپاروي.

د چارو کارپوه شهزاده مسعود
د چارو کارپوه شهزاده مسعود

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"په حقیقت کې دغه کوښښونه غیر عملي دي او له دې سره د افغانانو احساسات نور هم را پاریږي او د دې لامل به وګرځي چې بیا به د تورخم په څېر جګړه وشي چې دا به د دواړو ملکونو په زیان وي."

نوموړی وایي، ښه لاره دا ده چې افغان حکومت په دغه موضوع کې له ملت او نړیوالو سره مشورې وکړي او پرته له دې د حکومت له لوري هر اقدام به نتیجه ورنه کړي.

خو د افغانستان حکومت وایي، تر وروستي بریده یې هڅه دا ده چې له ډیپلوماټیکو لارو سرحدي موضوعات حل شي غیر له دې به د شته نړیوالو قوانیو څخه ګټه واخلي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG