د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

جرأت: پاکستان کې د کډوالو کارتونه باید تر ۲۰۱۷ غځېدلي وای


د هغه تفاهم لیک له مخې چې د افغانستان حکومت مخکې د پاکستان له حکومت سره لاسلیک کړی و، د افغان کډوالو د اقامت کارتونه باید د راتلونکي میلادي کال تر اخره تمدید شي.

خو د افغان چارواکو په باور د کابل او اسلام اباد د خړپړ اړیکو له امله پاکستان پر افغان کډوالو فشار زیاتوي.

د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت ویاند اسلام الدین جرأت ازادي راډیو ته وویل، یوه پاکستاني وزیر یو سند له موږ سره لاسلیک کړی و خو بیا د پاکستان مرکزي حکومت دا سند تصویب نه کړ:

"د افغانستان د دولت دریځ همدا دی چې د اوس لپاره به هم له ډیپلوماټیکو لارو او هم له قانوني لارو هڅې وکړو چې پاکستان لږ تر لږه خپله نړیواله دنده د نړیوالو قوانینو په وړاندې ترسره کړي او موږ له دې لارې غواړو چې لږترلږه د ۲۰۱۷ کال تر پایه د کډوالو د استوګنې موده وغځوو."

جرأت: یوه پاکستاني وزیر د افغان کډوالو په اړه یو سند له موږ سره لاسلیک کړی و
جرأت: یوه پاکستاني وزیر د افغان کډوالو په اړه یو سند له موږ سره لاسلیک کړی و

پاکستان د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د کارتونو یوه ورځ پاتې وه هغه یې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړل.

د اوس لپاره یو نیم میلیون افغانان په پاکستان کې د استوګنې سندونه لري او ویل کیږي چې یو میلیون نور له اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني وایي، په خېبر پښتونخوا کې یوازې یو لک تنه د مهاجرت کارتونه لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو عمومي مشر عمران زیب خان وایي، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د کډوالو اسناد تمدید کړل خو د دغو مهاجرو د تګ لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا شته.

د اوس لپاره ملګري ملتونه هر افغان ته چې له پاکستانه افغانستانه ته ستنیږي څلور سوه امریکایي ډالر ورکوي، دا مرسته د پخوا په پرتله څو برابره زیاته شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه خبر ورکوي چې تېره میاشت تر دوه زره ډېر کډوال په پاکستان کې نیول شوي او څلور سوه تنه هم له پاکستانه ایستل شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وایي، د دې لپاره چې د اسنادو بهانه په خېبر پښتونخوا کې حکومت ته په لاس ورنه شي او مهاجر په دې بهانه نور هم ونه ځوروي دی بیړنۍ هڅې وکړې او دې ته خوشاله دی.

زاخېلوال: د افغان کډوالو په اړه له یوې عاجلې نېټې سره مخامخ شو
زاخېلوال: د افغان کډوالو په اړه له یوې عاجلې نېټې سره مخامخ شو

ښاغلي زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ډاډه و چې د ملګروملتونو د کډوالو د چارو اداره به د پاکستان له حکومت سره یوې نتیجې ته رسیدلی وي، خو هغې کومه ځانګړې نتیجه ورنه کړه، نو موږ له یوې عاجلې نېټې سره مخامخ شو چې سبا دا کارتونه پای ته رسیدل. پولیسو ته چې مهاجر وځوروي تر سبا هاخوا ښه بهانه په ګوتو ورتله او ځورېدنه زیاتیده، دغې عاجلې نېټې ته په کتو زما لپاره شپږ میاشتې وخت د خوښۍ خبره ده."

د هغو شمېرو له مخې چې ملګروملتونو خپرې کړې دي. روان میلادي کال تراوسه شپږ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي تېرکال څه باندې اته پنځوس زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو.

XS
SM
MD
LG