د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو بېلابېل غبرګونونه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او په تړاو یې د بېلابېلو غبرګونونو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر چې اوس یې په خېبر پښتونخوا کې له عوامي نېشنل ګوند سره ګډ حکومت جوړ کړی ژمنه کړې چې نور به په پښتونخوا کې د افغان کډوالو ځورولو ته اجازه ورنه کړي.

په مطلب کې راغلي چې عمراخان په اسلام اباد کې له افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال سره په کتنه کې دا ویلي چې د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلی او د پولیسو له مشر سره به اړیکه نیسي او جدي لارښونه به ورته کوي چې په سم لاسي توګه له کډوالو سره سلوک سم کړي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې افغان سفیر له عمران خان غوښتي چې افغان کډوال باید د عمومي اړیکو د ښکته، پورته کېدلو قرباني نه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په خپله خاوره کې افغانان وځوروي.

په مطلب کې راغلي چې اڅکزي ویلي، که افغانان په نورو سیمو کې ځورول کېږي نو پښتونخوا سیمه لویه ده هلته دې ورشي او دوی د هیڅ افغان لپاره شناختي کارت نه غواړي.

په مطلب کې راغلي چې محمود خان اڅکزي دغه څرګندونې اشنا راډیو سره په مرکه کې کړې دي.

د مطلب لیکوال لیکي د ډیورند کرښه او د مهاجرو اېستل هغه دوې موضوعاګانې دي چې نه یوازې دننه په افغانستان کې یې غبرګونونه راوپارول بلکې له کرښې هاخوا د پښتونخوا مشرانو لپاره یې هم سرخوږی پیدا کړی دی.

سرنوشت:

خو سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې چې پاکستان کې راجسټر شوي افغانان تر دوو نورو کلونو پورې پاتې کېدای شي.

په مطلب کې راغلي چې د پاکستان د حکومت چارواکو د دغه هېواد اې پي پي خبري اژانس ته ویلي، په پاکستان کې څه باندې یو نیم میلیون ثبت شوي افغانان اوسي، دغه شمېر ته د پاکستان د راجسټر او ډېټابېس ادارې له خوا کارتونه ورکړل شوي دي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله لیکل شوي چې د دغو کارتونو د اعتبار موده د ۲۰۱۶ کال د جون د میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې پای ته رسېږي خو د نوې پرېکړې سره سم دا کسان به اجازه ولري چې دوه کاله نور هم په پاکستان کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG