په پاکستان کې د کډوالو چارو افغان چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د کډوالو ازار او اذيت دوام لري.
د نویو راپورونو له مخې، د پېښور پوليسو د عملیاتو په پايله کې لس افغانان نیولي چې ويل کېږي د هغوی د نیولو هيڅ ډول دليل يا سند نه لري.
ملالۍ بشير په خيبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د کډوالو او بيرته ستنېدونکو چارو د اتشه عبدالحميد جليلي سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې يې په پاکستان کې د افغان کډوالو د شمېر پوښتنه کړې ده؟