د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ارګ: د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو خوشې کېدل د سولې بهیر سره مرسته نه کوي


د حکومت له زندانونو د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور - ارشیف
د حکومت له زندانونو د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور - ارشیف

د ملي امنیت شورا وايي، د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو خوشې کېدل به د سولې له پروسې سره مرسته ونه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، څرنګه چې د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته ونه کړه، د طالبانو د نورو ۷۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل به هم د دې پروسې له بریا سره مرسته ونه کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د ملي امنیت شورا ویاند، رحمت الله اندړ تېر ماښام له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د بندیانو خوشې کول یا نه خوشې کول د سولې پروسې پر چټکتیا خاص تاثیر نه لري، دا تېر ۵۵۰۰ بندیان چې د حکومت له خوا خوشې شول، نه یوازې یې د سولې پروسې پر چټکتیا اغېز ونه کړ، بلکې حکومت لا هم د عامو خلکو تر اعتراض لاندې راغی، لا هم اعتراض کوي، چې له طالب بندیانو د تاوتریخوالي نه کولو ژمنه اخیستل شوې وه، خو دوی تاوتریخوالی کم نه کړ."

تېره یکشنبه په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېیر راس وېلسن په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي وو، طالبان غوښتنه لري، چې ۷۰۰۰ نور بندیان یې خوشې شي.

د نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو تېره شنبه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې وکړې، خو د دغو خبرو زیات جزییات نه دي خپاره شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې د خپلو پاتې بندیانو خوشې کېدل غواړي.

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، طالبانو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې بین الافغاني مذکرو ته چمتووالی ښوولی.

قطر کې د طالب استازي ملابرادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې د راوستلو تړون د مراسمو یو انځور- ۲۹ فبروري/۲۰۲۰
قطر کې د طالب استازي ملابرادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې د راوستلو تړون د مراسمو یو انځور- ۲۹ فبروري/۲۰۲۰

د هغې موافقې له مخې طالبانو په لویو ښارونو کې د لویو حملو د نه کولو ژمنه هم کړې وه.

تر اوسه نه یوازې دا چې د افغانانو ترمنځ اصلي مذاکرې پیل شوې نه دي، بلکې د سپټمبر له ۱۲مې د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ خبرې ټکنۍ روانې دي.

تېره چهارشنبه د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو اعلان وکړ، چې دوی د اصلي مذاکرو پر کړنلار او مقدمه موافقه وکړه او اوس د اصلي مذاکرو پر اجنډا او موضوعاتو بحث کوي.

طالبانو په دوحه کې د موافقې له مخې په افغانستان کې خپل تاوتریخوالی کم کړی هم نه دی، چې پر دې مسئلې د امریکا، افغان حکومت او نورو هېوادونو په ګډون ځینو سازمانونو انتقاد کړی دی.

پرون دوشنبه هم په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو، اسټرالیا او کاناډا سفیرانو په دغه هیواد کې پر رسنیو، مدني فعالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه غندلي او له وسله والو طالبانو يې غوښتني چې هدفي وژنې ودروي.

خو طالبانو په وار- وار د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د ملکي مرګ ژوبلې عاملان افغان امنیتي ځواکونه بللي دي.

XS
SM
MD
LG