د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

فارین پالیسي: افغانستان د سولې پر لور یو وړوکی ګام پورته کړ


آرشیف، قطر کې د بين الافغاني خبرو پرانیستغونډې يو انځور
آرشیف، قطر کې د بين الافغاني خبرو پرانیستغونډې يو انځور

فارن پالیسي

فارین پالیسي دوحه کې د سولې د خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیک یې ورکړی دی: "افغانستان د سولې پر لور یو وړوکی ګام پورته کړ."

د مطلب په دوام راغلي، له څو میاشتو خبرو وروسته د بین الافغاني خبرو پر تګلارې هوکړه که څه هم یو وړوکی ګام دی، خو لیکوال دا د پام وړ پرمختګ او نوی پړاو یاد کړی دی.

په مطلب کې راغلي، د بین الافغاني خبرو اجنډا هم یو بحث دی او د لیکوال په باور، دواړه لوري د اجنډا په لومړیتوبونو هم یوه خوله نه دي.

مطلب کې لیکل شوي، د دولت مرکچیانو ته لومړیتوب اوربند دی، خو په خبره یې طالبانو ته ځینې نور مسایل لومړیتوب لري، لکه د دوی د ټولو بندیانو خوشې کول او د راتلونکي سیاسي نظام څرنګوالی.

فارین پالیسي د دغه مطلب په یوه برخه کې، د دوحې په خبرو کې شوی پرمختګ د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دندې ته هم ښه توجیه بللې ده.

د مطلب په دوام راغلي، د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له رسمي کار سره ممکن خلیلزاد له دې دندې لري شي، خو د امریکا په چارو کې ښکیلو یو شمېر کسانو ویلي، دا احتمال شته چې بایډن خلیلزاد په همدې دندې وساتي.

د فارین پالیسي د مطلب په پای کې راغلي، بین الافغانی خبرې ورو مخته روانې دي، خو د خبرو په میز کې یو مهم اړخ چې هغه د همدې خونړۍ جګړې د قربانیانو کورنۍ دي، حضور نه لري.

ميلټري ټايمز

مېلټري ټایمز ورځپاڼې هم د لویدیځو اژانسونو په استناد د افغانستان د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

مطلب کې د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، دوحه کې د سولې مرکچیانو درې میاشتنی په ټپه ولاړ حالت مات کړ.

په مطلب کې راغلي، د سولې د خبرو پر تګلارې هوکړې افغان دولت او طالبان پر هغو مسلو بحث ته سره نژدې کړي دي چې د افغانستان د لسیزو اوږده جګړه ورسره پای ته رسېدلی شي.

په مطلب کې وړاندوینه شوې چې اوربند، د ښځو او نورو اقلیتونو د حقونو خوندیتوب او د اساسي قانون بدلون به د بین الافغاني خبرو د اجنډا د سر مسایل وي.

XS
SM
MD
LG