د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د بشر حقونو کمېسیون: شمال کې د ښځو وژنې او اجباري ودونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی


ارشیف، یوه وژل شوې مېرمن
ارشیف، یوه وژل شوې مېرمن

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې په مرموزه توګه د نجونو او ښځو د مخ پر زیاتېدونکو وژنو او اجباري ودونو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په شمال کې د دغه ادارې ساحوي دفتر ویلي چې په بلخ، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د نورو تاوتریخوالو ترڅنګ د ښځو مرموز قتلونه هم زیات شوي دي.

په شمال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر د ښځو څانګې مشره هدیه ارمغان په دې اړه وايي چې د روان هجري کال په ۹ میاشتو کې یوازې په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۱ پېښې ثبت شوي.

هغه وايي چې په درېیو شمالي ولایتونو کې د ښځو د مرموزو قتلونو ۳۰ پېښې یې ثبت کړي چې نسبت تېر کال ته په‌کې څه باندې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د اغلې ارمغان په خبره چې تېر کال په ټوله‌ییز ډول بلخ، سمنګان او سرپل ولایتونو کې یې د ښځو د قتل ۲۵ پېښې ثبت کړې وې.

هدیه ارمغان
هدیه ارمغان

هغې زیاته کړه: "په سرپل کې تر ټولو زیات د ښځو د قتلونو پېښې ثبت شوي او شمېر یې ۲۰ ته رسېږي، په سمنګان کې هم ۲ قتلونه ثبت شوي. همداراز یوازې په بلخ کې د ښځو د اجباري او واړه عمر ودونو ۱۲ پېښې ثبت شوي."

هدیه ارمغان وايي چې روان کال په سرپل او بلخ ولایتونو کې د ښځو د واړه عمر او اجباري ودونو ټولې پېښې ۲۰ ته رسېږي.

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو بېل شمېر ثبت کړی دی.

د بلخ د ښځو چارو ریاست وايي چې د ۱۳۹۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۳۷۵ پېښې ثبت کړې دي.

د یاد بنسټ مشرې شهلا حدید ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې په ۱۵ مواردو کې زیاتوالی راغلی.

شهلا حدید
شهلا حدید

هغې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اساسي لامل د ښځو د حقونو په اړه په کورنیو کې د حقوقي پوهاوي کموالی په ګوته کړ.

شهلا وویل: "د تشدد پېښې هغه مهال کمېږي چې موږ ظرفیت جوړونه وکړو او په کورنیو کې د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی لوړ شي."

په همدې وخت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په بلخ کې د ښځو په وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی په کور دننه او د زده‌کړو په مرکزونو کې شوی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه په ټولنه کې د سواد د کچې ټیټوالی، وزګاري، فقر، ناامني او مهاجرت بللي دي.

XS
SM
MD
LG