د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

په بلخ کې د قرنطین له کبله د سوداګرو ښځو فعالیت کم شوی


سیما هاشمي
سیما هاشمي

په بلخ ولایت کې په تېرو څلورو میاشتو کې د قرنطین له عملي کېدو سره سلګونه سوداګرې ښځې له جدي مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي او سوداګریز فعالیت‌یې په ټپه درېدلی دی.

تر یوې میاشتې کمه موده کېږي چې د کرونا ویروس له کبله لګېدلي بندیزونه ورو شوي. له دې سره ګڼو سوداګرو مېرمنو بېرته خپل فعالیت پیل کړی، خو دوی وايي، له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سیما هاشمي په مزار شریف کې د جامو د تولید دوه فابریکې لري. دا وايي، په بلخ ولایت کې ډېری ښځو له بانکونو پور اخیستی او خپلې سوداګرۍ يې پيل کړي.

د سیما په وینا، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف بندیزونو او سوداګریزو تولیداتو ته د بازار نشتوالي، سوداګرې ښځې له ماتې سره مخامخ کړې دي.

سیما هاشمي چې له ۱۵ ورځو راهیسې يې بېرته خپل فعالیت پیل کړی، وايي چې خلک د پخوا غوندې سودا نه‌کوي او په نتيجه کې د دوی تولیدات ۵۰ سلنه کم شوي دي.

د مېرمن هاشمي په دکان کې د دې په فابریکه کې ګنډل شوی کمیس
د مېرمن هاشمي په دکان کې د دې په فابریکه کې ګنډل شوی کمیس

هغې وویل:" فعالیتونه مو کم شوي دي او روښانه دلیل‌یې هم دا دی چې د خرڅلاو بازار یې ښه نه‌دی. تولیدات که وکړو بیا نه‌خرڅېږي."

د شمال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلان وايي چې د قرنطین د بندیزونو پر بشپړه ختمېدو سربېره هم په بلخ ولایت کې د ښځو سوداګریز فعالیت فلج شوی دی.

د یادې ادارې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو میاشتو کې په بلخ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ښځینه سوداګرو فعالیت په بشپړ ډول بند و.

د قاسمي په خبره، له یوې میاشتې راهیسې د کرونا ویروس له امله وضع شوي بندیزونه لیرې شوي، خو د سوداګرو ښځو پر فعالیت‌یې منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل چې په بلخ کې ګڼ ښځو چې پخوا یې د لاسي صنایعو او جامو د تولید په برخه کې کار کاوه، اوس د خپل فعالیت د بېرته پیلولو توان نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "د قرنطین شرایطو ډېر سوداګریز فعالیتونه بند کړل. دغو بندیزونو سوداګرې ښځې هم زیانمنې کړلې او ۵۰ سلنه فعالیت‌یې کم شوی."

په بلخ کې سوداګرې ښځې د قاسمي خبره په یو ډول تأییدوي او وايي چې تولیدات‌یې بازار نه‌لري ځکه له ګاونډي هېوادونو سره راکړه ورکړه محدوده شوې او اروپا او امریکا ته تجارتي پروازونه نه‌کېږي چې له کبله‌یې د دوی تولیدات هم کم شوي.

د مېرمن هاشمي په دکان کې د دې په فابریکه کې ګنډل شوی کمیس
د مېرمن هاشمي په دکان کې د دې په فابریکه کې ګنډل شوی کمیس

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر شېر احمد سپاهي‌زاده وايي چې دا اداره هڅه کوي د سوداګریزو نندارتونونو په جوړولو سره د سوداګرو ښځو لاسي تولیداتو او لبني محصولاتو ته بازار ومومي.

د یادولو وړ ده چې د قرنطین د بندیزونو له امله نه‌یوازې په بلخ کې، بلکې په سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم سوداګرې ښځې له ګڼو مالي ستونزو سره مخامخ شوي او فعالیت‌یې درېدلی.

XS
SM
MD
LG