د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

د فاریاب پولیسو دوه تنه د یوې ۲۸ کلنې اومېندواره مېرمنې د وژلو په تور نیولي


ارشیف
ارشیف

د فاریاب ځایي چارواکي وايي چې د یوې ۲۸ کلنې مېرمنې د قتل په تور یې د هغې خاوند او یو خپلوان نیولي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دا ښځه جمیله نومېده او د سې شنبې په ورځ کله چې د بلچراغ ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز میمنې ښار ته د تګ په حال کې وه د "خشت پل" په سیمه کې د دوه تنو وسله‌والو له‌خوا له موټر راښکته او بیا په ډزو وژل شوې ده.

ښاغلي یورش زیاته کړه چې وژل شوې مېرمن اومېندواره هم وه او د دوه تنو ماشومانو په وړاندې یې چې عمرونه‌یې له ۱۰ کلونو کم ول، وژل شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش

ده وویل: "موږ د پېښې په تړاو دوه تنه نیولي دي چې یو یې د وژل شوې ښځې خاوند او بل‌یې خپلوان دی."

ښاغلي یورش د پېښې د انګېزې په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د دغې اومېندواره مېرمنې وژل غندلي.

په فاریاب کې د بشر حقونو ساحوي دفتر سرپرست حمید عظیمي ازادي راډیو ته وویل چې دا مېرمن له میمنې ښار څخه بلچراغ ولسوالۍ ته په لار وه چې د دوه مخ پوښلو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوې.

ښاغلي عظیمي د دغې مېرمنې وژل د بشر ضد یو ناوړه او نه‌بخښونکی چلند ګڼي.

ده زیاته کړه: "دا عمل چې د هر چا له‌خوا وي د نه‌منلو او د بشر ضد کار دی. هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د بل انسان د حیات حق ترې واخلي او ویې‌وژني دا یو ضد انساني چلند دی."

تر دې مخکې په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي، د دې ښځې وژل د وسله‌والو طالبانو کار بللی و.

د پېښې یو عیني شاهد سید قاسم چې د وژل شوې جمیلې د ماما زوی دی، وايي چې موټر یې د خشت پل په سیمه کې د دوه تنو وسله‌والو له‌خوا ودرول شو او له هېڅ ویلو پرته هغوی په ډزو سره دا مېرمن ووژله.

ارشیف
ارشیف

سید قاسم وویل: "موتړ یې ودراوه او پرته له دې چې څه ووايي دوی دواړو پر دغې مېرمن ډزې وکړې، له هغه وروسته بیا ما یې جسد روغتون ته ولېږداوه."

دی وايي چې د جمیلې مور پولیسو ته ویلي چي لور یې له خپل خاوند سره کورني اختلافات درلودل او په همدې اساس پولیسو د هغې خاوند چې د بلچراغ ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو غړی و، نیولی دی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا کار د دوی تر واک لاندې سیمه کې نه‌دی شوی او دا ډله په کې لاس نه‌لري.

XS
SM
MD
LG