د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

رولا غني: که افغانستان کې مؤقت حکومت جوړ شي تېرې لاسته راوړنې له منځه ځي


د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې په دغه هېواد کې د مؤقت حکومت د جوړېدو د ګونګوسو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغې وویل، د مؤقت حکومت په جوړېدو سره به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې او اساسي قانون چې په خبره یې د ښځو ملاتړی سند دی له منځه ولاړ شي.

نوموړې زیاته کړه: "د ښځو مشوره دا ده چې د خدای په لحاظ دا کار مه کوئ دا ډېر ګواښوونکی دی، مؤقت حکومت د اساسي قانون له مخې نه رامنځته کېږي، ځکه چې اساسي قانون کې دا نشته، که مؤقت حکومت جوړ شي دا لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتو له پیل وروسته د مؤقت حکومت په اړه د سیاستوالو تر منځ ګونګوسي کېږي، خو دا موضوع تر اوسه د هېڅ یو ـ افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو له لوري تأیید شوې نه ده او حکومت تل رد کړې ده.

د ښځو مشوره دا ده چې د خدای په لحاظ دا کار مه کوئ دا ډېر ګواښوونکی دی، مؤقت حکومت د اساسي قانون له مخې نه رامنځته کېږي

رولا غني له ازادي راډيو سره په دغه ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو د فکر اساس لا هم د تېر په شان دی، هغوی د حکومتوالۍ په اړه نه پوهېږي نو له همدې امله نه شي کولای چې حکومتوالي وکړي.

مېرمن غني وایي، د طالبانو تر شا یو شمېر کړۍ شته چې هغوی د هغه اسلامي حکومت جوړېدو ته چې طالبان یې تعریفوي او دغه شان د افغانستان د اوسني نظام کمزورۍ ته هڅوي، خو وسله وال طالبان د رولا غني څرګندوني رودي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشبنې (د لېندۍ ۲۷مه) په ورځ ازادي راډيو ته په یو غږیز پیغام کې ویلي چې رولا غني د افغانستان له سنتي او دیني ارزښتونو سره بلدتیا نه لري او په دې اړه غیر مسوولانه څرګندونې کوي.

لومړۍ مېرمن د افغانستان په ولسي جرګه هم نیوکه کوي او وایي چې دغه جرګه د رایو د پلور او پېر پر ځای بدله شوې ده: "ولسي جرګه باید احترامانه خبرې وکړي، د موضوع په مغز باید پوه شي، خو هغه د ګمارنو په برخه کې چې څوک د رد یا تأیید رایه واخلي د پلور او پېر په یو میدان بدله شوې ده."

رولاغني وايي ولسي جرګه د رایو د پلور او پېر پر ځای بدله شوې ده
رولاغني وايي ولسي جرګه د رایو د پلور او پېر پر ځای بدله شوې ده

خو د افغانستان د ولسي جرګه د هېواد د لومړۍ مېرمن دغه ادعا ردوي او وایي چې د دغې جرګې د ګمارونو لپاره پیسې معیار نه دی.

د دغې جرګې مرستیال منشي حجت الله خردمند ازادي راډيو ته وویل:"هغو وزیرانو چې له پارلمانه رایې واخېستلې ډېری یې شتمن نه وه او نه دي او د رایو د پېر لپاره یې پیسې نه درلودې که ټاکل شوې وه چې په پارلمان کې رایې د پیسو په مقابل کې وای او معیار پیسې وای نو باید ډېرېو نوماند وزیرانو له پارلمانه رایې نه وې اخېستی."

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د وږي میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شوې او دواړه لورو تر منځ د خبرو له یوې میاشتې تېرېدو وروسته د مذاکراتو د اصلي اجنډا پر کړنلارې سره توافق ته ورسېدل.

د دغو خبرو له پیلېدو سره د مذاکراتو د وروستیو پایلو او له سولې وروسته د افغانستان په اړه اندېښنې راوپارېدلې، تر ټولو نورو دغه اندېښې له ښځو سره زیاتې دي، هغه قشر چې د ډېرو په باور په افغانستان کې د څو لسیزو د نښتو زیاتې زیانمنې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG