د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د پاکستان حکومت د علي وزیر د توقیف موده وغځوله


د پاکستان پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر
د پاکستان پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد محکمې پرون د ډسمبر په ۱۹مه د پارلمان د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر علي وزیر د توقیف موده ۱۱ نورو ورځو ته وغځوله.

علي وزیر چې د پارلمان غړی هم دی د مظاهرو په پارونه او د دولت پر ضد څرګندونو باندې تورن شوی دی.

نوموړی پرون شنبه په الوتکه کې د پاکستان له پېښور ښاره کراچۍ ته ولېږدول شو.

د نوموړي پر ضد له وړاندې په کراچۍ کې دوسیه پرانيستل شوې وه او د ډسمبر په ۱۶مه پېښور کې ونیول شو.

په دغې دوسیه کې ادعا شوې چې علي وزیر ۱۰ ورځې وړاندې د پاکستان د دولت په ضد یوې غیر قانوني غونډه کې ګډون او وینا کړې.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

پښتون ژغورنې غورځنګ او خپله علي وزیر بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پښتنو د حقونو د دفاع لپاره د دوی حرکتونه سوله‌ییز او د پاکستان له اساسي قانون سره سم دي.

وروسته تر دې چې د پاکستان حکومت ومنله چې علي وزیر تر عدلي تعقیب لاندې دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېس‌بوک خپلو مینه‌والو ته وینا وکړه او د مظاهرو غوښتنه‌یې وکړه.

له دې سره سم د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې ګڼ خلک مظاهرو ته ووتل او د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

پر پاکستان سربېره د افغانستان یو شمېر ښارونه هم په همدې تړاو د مظاهرو شاهدان وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۰۱۸ کال کې پاکستان کې د شااوخوا ۳۵ ملیونه پښتو د حقونو د دفاع په خاطر مبارزه پيل کړه.

که څه هم د پاکستان حکومت د دوی پر فعالیتونو او د مظاهرو پر خبري پوښښ کړۍ تنګه کړې، خو دوی څو ځله لویې مظاهرې او غونډې کړې دي.

د بشري حقونو د ملاتړ نړیوالو ادارو هم ویلي چې پاکستاني چارواکو د دغه غورځنګ د سوله‌ییزو مظاهرو او راټولېدنو مخه نیسي او هم‌یې د غورځنګ پر مشرانو د سفر بندیزونه لګولي دي.

دوی وایي، پولیسو په خپل سر د غورځنګ یو شمېر غړي نیولي او بندیان کړي یې دي.

XS
SM
MD
LG