د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال 'علي وزیر' پاکستاني پولیسو نیولی


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال علي وزیر

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، د دوی یو فعال علي وزیر د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل " د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی".

د غورځنګ بل فعال محس داوړ لیکلي، علي وزیر پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د برید پنځم کال مراسمو کې ګډون کړی و چې بېرته راتګ پر مهال نیول شوی دی.

داوړ لیکلي، د پاکستان حکومت د دې پر ځای چې پر ښوونځي برید کوونکي عدالت ته را کاږي، هغه غږونه غلي کوي چې د عدالت غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG