د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

"بایډن به افغان جګړه پای ته رسوي او دا به تعریفوي چې د جګړې پای یعنې څه؟"


د امریکا د متحد ایالتونو نوي ولسمشر جوبایډن
د امریکا د متحد ایالتونو نوي ولسمشر جوبایډن
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د یوه پخواني پوځي او د استخباراتو د غړي الیوت اکرمن مقاله خپره کړې ده.

اکرمن په افغانستان او عراق کې پوځي خدمت کړی دی.

دی لیکي، د امریکا د متحد ایالتونو نوي ولسمشر جوبایډن ته په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په میراث پاتې ده، نوی ولسمشر به دا جګړه پای ته رسوي او دا به تعریفوي چې د جګړې پای ته رسیدل یعنې څه؟

جو بایډن ته به د ولسمشر ټرمپ د سولې خبرې چې له طالبانو سره یې کړې دي پاتې شي او د دې ترڅنګ به د پوځيانو شمېر کم شوی وي.

د اکرمن په باور یو ستر ګواښ چې جوبایډن به ورسره مخامخ شي هغه د امریکایانو عمومي نظر دی چې هم غواړي چې پوځیان یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او هم دا وایي چې هغه وخت دې دوی ستانه شي چې جګړه پای ته رسېدلې وي.

دا تجربه کاره پوځي چې افغانستان او عراق ته پنځه ځله د پوځي خدمت لپاره تللی دی، وړاندې په خپله مقاله کې لیکي:

که هدف دا وي چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور صفر ته ورسوو، نو په ډاډ سره ویلی شم چې دا جګړه به راتلونکي کلونه ادامه پیدا کړي او دا به بیا یوازې د امریکا اوږده جګړه نه وي دا به د امریکا تل پاتې جګړه وي.

اکرمن د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي:

نژدې څلویښت زره امریکایي پوځیان په لویدیځه اروپا کې دي او د دوی حضور د څو نسلونو زړه سوله په هغو هېوادو کې خوندې کړې ده چې هلته نړیواله دوهمه جګړه شوې ده، همدا راز نژدې دېرش زره امریکایي سرتیرې له څو لسیزو راهیسې په جنوبي کوریا کې دي چې د سیمې امنیت یې ساتلی دی.

دی بیا لیکي:

هېڅوک دا نه وایي چې په دې سیمو کې جګړې دي خو اکثر دا مني چې د امریکایانو حضور د سیمې د ثبات لپاره مهم دی چې هم د نړۍ او هم د امریکا د خونديتوب باعث شوی دی.

  • ډیفېنس ون خپرونه

ډیفېنس ون خپرونې بیا سیمې ته د امریکا د لوی درستیز مارک میلي سفر څارلی دی او لیکي چې لوی درستیز څو اوونۍ مخکې تر دې قطر او کابل ته تللی دی چې په واشنګتن کې واک نوې ادارې ته وسپارل شي.

ډيفنس ون لیکي، مارک میلي روانه اوونۍ په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره وکتل او د دې خبرو هدف دا و چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي او د افغانستان په جنوب کې د شخړو د زیاتیدو مسئله هم مطرح شوه.

د خپرونې په باور دې خبرو دوه نیم ساعته وخت ونیو او دا دوهم ځل و چې مارک میلي له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو لیدل.

ډیفېنس ون لیکي:

مارک میلي د امریکا لومړی لوی درستیز دی چې له طالبانو سره یې کتلي دي.

خپرونه بیا لیکي چې ښاغلي میلي د چهارشنبې په ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې ولیدل.

خپرونې بیا د مارک میلي دا خبره رااخیستې ده چې هغو خبریالانو ته یې چې له ده سره په سفر کې و، کړې ده.

ده ویلي دي چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره د ده د خبرو تر ټولو مهم ټکی دا و چې شخړې باید راکمې شي او نورې هڅې تر همدې ټکي راڅرخي.

XS
SM
MD
LG