د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

افغانستان: د پاکستان قلمرو کې د افغان وسله والو ډلو علني حضور سوله ستونزمنوي


په خپره شوې ویډیو کې ملاعبدالغني برادر وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او په جګړو کې د ټپي شویو طالبانو علاج په دې هېواد کې کېږي.
په خپره شوې ویډیو کې ملاعبدالغني برادر وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او په جګړو کې د ټپي شویو طالبانو علاج په دې هېواد کې کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان په قلمرو کې د افغان وسله والو ډلو علني حضور او فعالیتونه په سیمه کې د بې ثباتۍ د دوام باعث کېږي او په افغانستان کې د دایمي سولې ټینګښت له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې له پاکستاني چارواکو سره د طالب مشرانو له کتنو وروسته داسې ویډیويي تصاویر خپاره شول چې دوی د خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال په دې هېواد کې د طالب مشرانو له حضوره پرده پورته کوي.

پاکستان ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي له سفر وروسته پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر وايي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او په جګړو کېد ټپي شویو طالبانو علاج په دې هېواد کې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وايي، د طالبانو مشران د خپلو وسله والو د روزنې په کمپونو کې هم لیدل کېږي.

په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې هغو وسله والو ډلو ته دې په خپل قلمرو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د جګړې او وینو بهولو پر دوام ټینګار کوي.

ځینو رسنیو او کسانو ویلي، دا ویډیو تېره اوونۍ پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د درې ورځني سفر پر مهال د کراچۍ په هغه روغتون کې ثبت شوې چې د طالبانو د ټپیانو علاج په کې کېږي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل چې د دې ویډیو د ثقه والي او د ثبت د ځای په اړه مالومات نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG