د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

هېواد: پاکستان د افغان سولې لپاره رښتينی نه‌دی!


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نویو ښوونځیو جوړېدو ته په اشارې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او په دې لړ کې کېدونکې معاملې ته اندېښنه ښودلې لیکلي چې په دې معامله کې پاکستان لویې ګټې لري.

وړاندې راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو په بدل کې به پاکستان له افغان حکومت سره داسې هوکړه وکړي چې هم خپل بندیان خوشې او هم د امریکا اعتماد خپل کړي.

د لیکوال په باور د تاوتریخوالي کموالی یو مشروطه طرحه ده او په وینا یې افغان دولت ناچاره دی چې د پاکستان غوښتنې ومني.

د لیکوال د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په طرحه کې د پاکستان شرایط به دا وي چې د دوی خطرناکه زندانیان خوشې شي او افغان حکومت له هند سره په اړیکو کې بدلون راولي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې پاکستان د افغان سولې لپاره رښتينی نه‌دی!

وړاندې ادعا شوې چې پاکستان په ډېر مهارت سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د وژنو، ناامنيو او د اقتصادي او پرمختيايي برخو د پرمختګ د مخنيوي د چارو او دغه شان د طالب پر مټ د هدفي وژنو او افغان وژنې جګړې د دوام مسؤليت د هندوستان پر غاړه ورواچوي!

د ورځپاڼې په باور په دې سره پاکستان يو ځل بيا د افغان سولې په برخه کې د خپل ناوړه نيت څرګندونه کوي. وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ويلي، په افغانستان کې به د سولې په وړاندې خنډونو پړه د هندوستان پر غاړه وي.

لیکوال لیکلي، له داسې څرګندونو د پاکستان بله موخه دا هم ده چې په دې پلمه افغان حکومت له هند سره مخامخ کړي او يو ځل بيا په افغان سوله کې غولوونکی رول ولوبوي.

خو د لیکوال په اند اصلي مسئله دا ده چې د پاکستان نيت له ورايه معلوم دی چې په خبره‌یې افغانستان کې يوازې او يوازې د خپلو ګټو لپاره جګړه غواړي او د افغان سولې لپاره رښتينی نه‌دی!

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ملګرو ملتونو او طالبانو هغې موافقې ته اشاره کړې چې پر بنسټ به‌یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور زره غیر رسمي ښوونځي جوړ شي.

د ورځپاڼې په وینا، یوه تر ټولو مهمه او جدي اندېښنه دا ده چې دا د بهرنیانو او ملګرو ملتونو له‌خوا پر یوه وخت په افغانستان کې له دوو دولتونو سره د اړیکو ښکاره مثال دی.

لیکوال لیکي، دا وېره موجوده ده چې دا ډول اړیکې، هوکړې او پروګرامونه به پر یوه وخت په افغانستان کې د دوو منل شویو دولتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG