د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

"افغان سولې لپاره د سیمه ییزو او ګاونډیو ترمنځ اجماع لا پیاوړي کېدل اړین دي"


د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله په تاشکند کې، فریدون خوځون وايي، تاجکستان د سولې خبرو له روان بهیر بشپړ ملاتړ اعلان کړی
د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله په تاشکند کې، فریدون خوځون وايي، تاجکستان د سولې خبرو له روان بهیر بشپړ ملاتړ اعلان کړی

د سولې دویم پړاو خبرو له پیلېدو وړاندې، افغانستان ته د بهرنیو چارواکو او د سیمې هېوادونو ته د افغان چارواکو په سفرونو کې د افغانستان سوله او ملي امنیت د ټولو خواوو د بحثونو اساسي محور و.

له تاجکستانه د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له راستنېدو وروسته، د دې شورا مسوولان وايي، لا هم اړتیا ده چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزه په ځانګړي ډول د ګاونډیانو ترمنځ اجماع نوره هم پیاوړې شي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د‌ چهارشنبې )د مرغومي ۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تاجکستان د سولې خبرو له روان بهیر بشپړ ملاتړ اعلان کړی او یو سوله‌ییز افغانستان یې د ټولې سیمې په ګټه بللی دی.

دی وايي: "موږ اړتیا لرو چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزو او د ګاونډیو ترمنځ اجماع لا پیاوړې او تقویه شي. ټول سیمه‌ییز او په ځانګړي ډول زموږ ګاونډي هېوادونه د افغانستان له سولې بشپړ ملاتړ وکړي، څو دا پروسه بریالۍ شي. "

تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال ښاغلي عبدالله د دې هېواد له ولسمشر، صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د افغانستان د سولې په هر اړخیزو موضوعاتو یې بحثونه وکړل.

د ملي مصالحې عالي شورا داسې مهال د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر پیاوړتیا ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ورځ تر بلې پرمخ زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه ښيي.

کابل ته د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر مېلر له ولسمشر غني سره په کتنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تل‌پاتې اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی او زیاتوي، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.

محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال December 22 2020
محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال December 22 2020

ها خوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم اذربایجان او ایران ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان پر سولې، ملي امنیت او ګډو همکاریو خبرې اترې کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدونو کې ایراني چارواکو د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کړی او تر خوا یې اذربایجان د افغان ځواکونو د روزنې او په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستو ژمنه کړې.

دی وايي: "د افغانستان د لا محدود شمېر د اردو او پولیسو منسوبینو ته به په خپلو نظامي اکاډمیو کې زده‌کړه ورکوي. په تعلیمي برخه کې به محصلانو ته بورسونه رالېږي او په استخباراتي همکارۍ او ګډو نظامي محصولاتو په تولید هم هوکړه وشوه. "

د افغانستان حکومتي مسوولان داسې مهال د سولې او د افغانستان د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د سیمې هېوادونو له همکاريو خبر ورکوي چې تمه ده د مرغومي په ۱۵مه د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

هغه پړاو خبرې چې د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له قوله، پر اصلي موضوعاتو یعنې هغو ټکو به چې د دې خبرو اصلي منځ‌‌پانګه جوړوي، را وڅرخي.

اوربند او د راتلونکي نظام څرنګوالی هغه دوه مهم بحثونه دي چې مسوولان یې د دې پړاو خبرو ننګونکي موضوعات یادوي.

XS
SM
MD
LG