افغانستان
عبدالله عبدالله تاجکستان ته ولاړ
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د سولې هڅو ته د ملاتړ جلبولو په هدف نن سهار تاجکستان ته روان شو.
عبدالله عبدالله پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه سفر د تاجکستاني چارواکو په رسمي بلنه ترسره کېږي.
افغان دولت هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته سیمهییز او نړیوال ملاتړ خپل کړي.
له دې وړاندې په همدې هدف پاکستان، ایران، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه شوي دي.
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ لومړي پړاو خبرې چې درې میاشتې وختیې ونیوه، اوس ځنډېدلي او ټاکل شوې نوی پړاو یې د راتلونکۍ جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د معلومېدو غوښتنه وکړه
طالبانو له پاکستانه د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د وضعیت د روښانتیا غوښتنه کړې
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د پاکستان له چارواکو سره یې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او نادرکه کسانو د برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
د کونسلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار له پاکستانه غوښتي چې د دغو افغانانو د تعقیب لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي او د نیول شویو کسانو معلومات له افغان کونسلګرۍ سره شریک کړي.
هغه همداراز د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې، څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي او ورته قونسلي خدمات وړاندې کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو پراخ بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په هلمند کې د ناچاودېدلې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې د ناچاودېدلې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، ماشومانو له پخوانیو جګړو پاتې د توپ مرمۍ موندلې او کور ته یې وړې وه، چې وروسته په اور کې وچاودېده.
د معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان ۳ او ۱۰ کلن وو، او مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له جدي ګواښ سره مخامخ دی، چې ماشومان یې تر ټولو ډېر قربانیان بلل کېږي.
پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو مالي ملاتړ
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او نړیوال بانک ویلي چې پنځو افغان کرنیزو شرکتونو ته مالي مرستې ورکوي.
دغه مرستې، چې پرون (چهارشنبې) اعلان شوې، د هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د تخمونو د تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابینو، پروسس او خوراکي توکو په برخو کې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، له دغو پنځو شرکتونو څخه درې د ښځو لهخوا اداره کېږي، او تمه ده چې دا پروژې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې، کرنیزو بازارونو او اقتصادي ودې سبب شي.
روسیې او چین ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی
روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کړي.
دا اعلامیه په بیجینګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي ترهګري له منځه یوسي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو او سیمې د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
روسیې او چین همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه به خپلې دوهاړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د دوامدار امنیت او ثبات ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د نړیوال بانک په تمویل افغانستان کې د یوې نوښتګرې پروژې د پیل خبر ورکوي
ټاکل شوې چې پنځه افغان کرنیز تجارتي شرکتونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له خوا د نړیوال بانک په تمویل د یوې نوښتګرې پروژې لومړنۍ ګډې مالي مرستې ترلاسه کړي.
دغه پروژه د افغانستان د کرنې اقتصاد د بیا راژوندي کولو، د خصوصي سکتور په مشرۍ ودې، د کارموندنې دزیاتوالي او د کرنیزو تولیداتو د پیاوړتیا په هدف ترسره کیږي.
دغه شرکتونه چې درې یې د ښځو په مشري دی ، هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار ولایتونو کې د تخمونو تولید، زعفرانو، لبنیاتو، د سویابین پروسس او دخوراکي توکو په تولید کې فعالیت کوي.
د فاو خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو پانګونو کې په کاپیسا کې د سویابینو د تېلو د تصفیې کرښه، په تخار کې د لمریزې برېښنا پر بنسټ د لبنیاتو چارې، او په کندوز کې د زعفرانو د پروسس وسایل شامل دي.
تمه کېږي چې دا پانګونې به د تولید، پروسس، انتقال او بازارموندنې په برخو کې مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د شاتو دمچیو نړیواله ورځ ; افغانستان کې یې ۳ زره فارمونه دي
افغانستان کې چارواکي د شاتو د مچیو دنړیوالې ورځې په مناسبت وايي په دغه هیواد کې د شاتو دمچیو د ساتنې زرګونه فارمونه فعال دي او هرکال زرګونه ټنه عسل تولیدوي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي وايي په افغانستان کې د شاتو د مچیو څه د پاسه ۳ زره فارمونه شته چې هرکال ۲ زره او ۲ سوه مټریک ټنه شات تولیدوي.
د مې شلمه په ۲۰۱۷ کال کې د شاتو مچیو د ساتنې او تکاثر په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره نړیواله ورځ ونومول شوه او هرکال لمانځل کیږي.
د شاتو مچۍ د چاپیریال په ساتنه او د انسانانو په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.
افغان ایواک بنسټ د امریکا له حکومته غوښتي چې افغان متحدینو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي
د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ ، افغان ایواک د امریکا له حکومته غوښتي چې افغان متحدینو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي او له پامه یې ونه غورځوي.
یاد بنسټ د سه شنبې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې هغو رپوټونو ته په غبرګون چې وايي امریکا به د جنوبي افریقا د کډوالو منل پراخ کړي وویل چې "افغان متحدین یوځل بیا له پامه غورځول کیږي. "
افغان ایواک لیکي چې دغه افغانان هغه کسان دي چې دامریکايي ځواکونو ترڅنګ جنګیدلي اوددوی زیات شمیر قطر،پاکستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې امریکا ته د لیږد په انتظار شپې ورځې سبا کوي.
یاد بنسټ له کانګرس غوښتي چې ۵ زره افغان پناه غوښتونکي د کډوالو د منلو پروګرام کې شامل کړي.
تردې مخکې هم د سنا مجلس ۲۲ غړو هغو رپوټونو ته په غبرګون کې چې وویل امکان لري څه د پاسه زرکسه افغان پناه غوښتکي له قطرڅخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته انتقال شي له حکومت غوښتي وو چې دغه پلان ودروي.
دغو سناتورانو د غويي په اتمه بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لیکلي وو چې دغه ډول اقدام کولای شي د افغان متحدینو ژوند له خطر سره مخ کړي.
شهبازشریف: د افغان طالبانو پرضد به د پاکستان عملیات دوام وکړي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د افغان طالبانو پر ضد د «غضبُ الحق» عملیات به په “بشپړ عزم” سره دوام وکړي.
د راپورونو له مخې شهباز شریف د سې شنبې په ورځ په کوټه کې یوې پوځي اکاډمۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دې عملیاتو موخه د پاکستاني وګړو د ژوند او مال ساتنه، د وسله والو ډلو پر ضد مبارزه، او د هغوی د پټنځایونو او مرکزونه په نښه کول دي.
د پاکستان صدراعظم وزیر زیاته کړه چې دا عملیات به د هغو په وړاندې چې نوموړي “په افغانستان کې مېشتې ترهګرې نیابتي او له طالبانو سره تړلې ډلې” وبلل، دوام وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی.
اسلام آباد کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه مخ ته وړي، ملاتړکوي خو طالبانو تل دا تورونه ردکړي دي.
افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ۵۲۹ میلیونه ډالرو پلان پيل شو
ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو موسسو د پنځه سوه نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې پلان پیل کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې خبر ورکړ چې ملګري ملتونه به له دوه میلیونه او اووه لکه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي. د راپور له مخې هغه کډوال له دې مرستو ګټه اخیستلی شي چې سږکال د اپریل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستانه افغانستان ته تللي او ځي.
یوناما وایي چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ پر بنسټ چمتو شوی دی چې افغانستان ته د کډوالو له تګ څخه تر بیا مېشتېدنې پورې مرستې چمتو کوي.
د افغانستان په اکثر ولایتونو کې چهارشنبه د ورښتونو اټکل شوی
اټکل کیږي چې چهارشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سیلونه وبهیږي.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نهه ویشت ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته چې په ځینو کې به د ورښتونو کچه شاوخوا لس ملي متره او په ځینو کې تر پنځه دیرش ملي مترو ته ورسیږي.