د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

ولسمشر غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره پر دايمي اوربند خبرې کړي


محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال
December 22 2020
محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره د لیدنې پرمهال December 22 2020

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان له ولسمشر سره په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګښت خبرې وکړې.

په افغانستان کې د دایمي اوربند د ټینګښت امکان، د تاوتریخوالي زیاتېدل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام، د دواړه مشرانو د بحث عمده موضوعات وو.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر کریس میلر پرون مازیګر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دوا خان مینه پال ازادۍ راډیو ته نور معلومات ورکړل.

هغه زياتوي: "د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او دواړو لوریو د تلپاتي اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې دوامداره تعهد لري."

په دې کتنته کې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو په اړه هم بحث وشو، چې د سپټمپر پر ۱۲مه په قطر کې پیل شوي او اوس د ۲۰ ورځو لپاره په کې وقفه راغلې ده.

د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه سفر د امنیتي دلایلو له مخې له وړاندې نه و اعلان شوی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم په ټوله کې د افغانستان پر عمومي وضعیت، د ټروریزم ضد عملیاتو، د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او همکاري پر موضوع بحث کړی دی.

دواړو امریکايي مقاماتو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه هم بحث کړی دی.

که څه هم په قطر کې د طالبانو مذاکره کوونکي د دولت له مذاکره کوونکي هیئت سره درې میاشتې په مذاکرو بوخت وو، په دې موده کې هم په افغانستان کې د دوی تاوتریخوالی کم نه شو.

قطر کې د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور- 12.9.2020
قطر کې د سولې بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور- 12.9.2020

امریکايي چارواکو په وروستیو کې اعلان کړی، چې د جنورۍ میاشتې تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

XS
SM
MD
LG