د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

مېل انلاین په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو لیکنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین (Mail Online)

بریتانوۍ انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې چې چارواکو هم ورباندې اندېښنه ښوولې ده.

د لیکنې په پیل کې یې په کابل کې پروني موټربم ته اشاره کړې چې د کورنیو چارو وزارت په حواله‌یې نږدې ۱۰ کسان ووژل.

د خپرونې په حواله، په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د ځینو حملو مسؤلیت منلی او په دې کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز هغه حمله هم راځي چې ۵۰ کسان‌یې ووژل.

خپرونې د اسوشیتډ پرس په حواله لیکلي، داعش ډلې پر بګرام هوايي اډې د شنبې ورځې د راکټونو توغولو د پېښې مسؤلیت هم منلی دی، خو د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت او د پروان ولایت د بګرام ولسوال ازادي راډیو ته ویلي د راکټونو د توغولو په پېښه کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

د مېل انلاین په لیکنه، په افغانستان کې تاوتریخوالی هغه وخت هم زیات و چې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي په قطر کې د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره په مذاکرو بوخت وو.

د افغانستان د حکومتي مشرانو ترڅنګ د ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو مشرانو هم په وار وار له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.

  • بزنس انسایډر (Business Insider)

د امریکا انلاین خپرونې بزنس انسایډر بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر خپرېدو لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې لیکلي، په کابل کې تقریباً ټول خلک له ماسکونو پرته ګرځي، په رستورانتونو کې د چایو څښلو یا هم د چلم څکولو پر وخت د یو بل څنګ ته ناست وي، د ودونو سالونونو کې تر زرو هم زیات کسان سره راغونډ شوي وي.

بزنس انسایډر لیکلي، په داسې هېواد کې چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي وي، ټولنیز خدمات هم تقریباً په نشت حساب وي، خلکو ته دا مهمه ده چې خپلو کارونو ته ستانه شي.

د شنبې ورځې د ارقامو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر ۵۰ زره ۵۳۶ ته رسېدلی، خو اټکل دا دی چې واقعي شمېر به تر دې زیات وي.

XS
SM
MD
LG