په کونړ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو کسانو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي.
د دوي په خبره چې د پردیو جنګونو له امله ورونه د یو بل وژلو لپاره په سنګرونو کې ناست دي او د جګړې هرې خوا کې تنکې ځوانان وژل کېږي او ترې بې سرپرسته کورنۍ پاتې کېږي.
دوي په جنګ کې له ښکېلو خواو داوربند او جګړې پای ته رسول غواړي.
د دېرش کلنې پلوشې خوا کې څلور کوچني بچې ناست دي.
په باران او یخه هوا کې د ژمي جامې او نور شيان نه لري، نرۍ جامې يي په تن دي.
د کور نغری يي سوړ او د هر ماشوم زنې يې له یخنۍ لړزېږي.
د پلوشې مېړه طالب وو، ۱۲ کاله وړاندې له نړیوالو ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او نن يې مېرمن او بچي له تېږو په جوړ شوي بې دروازو او سوالي کور کې د ژوند شپې ورځې تېروي.
پلوشه وايي، کله چې د ژوند ملګری يې ژوندی و، نو هيچا ته يې د سوال لاس نه و غځولی خو اوس د هر چا مرستې ته اړه ده.
هغه زياتوي: "دوه جینکۍ او دوه هلکان دي، بيخي واړه راته پاتې شوي دي، یو زوی مې لرګو پسې غره ته تللی دی، لرګي راوړي، هغه خرڅوي او په هغه چاى او بوره اخلو. اوس مو یو من جوار اخستي دي، په هغه ساعت تېروو. دا يې ۱۲ کال دی چې شهید شوی دی. موږ دلته په سوالي ځای کې دېره یو. دا ماشومان دي او ژوند مو ډېر سخت دی بېخې هیڅ نه لرو."
پیغام الله ۱۱ کلن دی او د صایمي دوهم زوی دی، نرۍ جامې يې پر تن پلاستکې چپړې يې په پښو او له یخنۍ يي ټول وجود لړزېږي.
دی وايي، کوچنی و چې پلار يې وژل شوی او سم يې نه یادېږي، خو د نورو ماشومانو پلرونه چې ګوري نو د پلار ارمان ورته ورشي چې کاش جنګ ترې پلار نه وای اخستی.
هغه زياتوي: "موږ ډېر خفه یو. موږ ډېر واړه و. موږ پلار نه دى لیدلی. موږ يې ډېر ارمانجن یو. د هغوی چې پلرونه ژوندي دي، هغوي خوشحاله دي او موږ خفه یو."
په روانه جګړه کې یواځې د وژل شویو وسله والو طالبانو کورنۍ د وېر او غم په ټغر نه دي ناستې بلکې د افغان ځواکونو بې سرپرسته او بې کسه کورنۍ هم په جنګ کې د قربانې شوو، خپلوانو په غم کې هره شېبه اوښکې تویوي.
۵۵ کلنې رېزه ګل په یو زوړ پړونې کې ناروغه ځان نغاړلی او په برنډه کې په یو زوړ کټ کې امسا په لاس ناسته ده.
د عبدالجلال په نوم یو ۲۵ کلن زوی يې د ملي اردو په لیکو کې د جګړې پر مهال وژل شوی.
د رېزه ګل په خبره د عبدالجلال د واده لا یو کال نه و پوره شوی چې جنازه يې کور ته راغله او د تل لپاره د تورو خاورو میلمه شو هغه په فراه ولایت کې ووژل شو.
هغې وویل: "زوی مې دا پنځه کاله کېږي، چې شهید شوی دی. واده مو ورته وکړ ،۱۱ میاشتې يي کور کې تېرې کړي، بیا فراه ته لاړ و. هلته شهید شو، لمسی مې په هلمند کې شهید شو. بل زوی په انجیر کې ټپي شو. دماغ مې کار نه کوي. څه به وکړو؟ چې یوه خبره کوم بله رانه هېره شي غمونه ډېر دي."
د رېزه ګل په خوا کې کوچنۍ جېنۍ ولاړه ده، د عبدالجلال لور ده.
دا سلیمه نومېږي، چې د پلار له مرګ وروسته پیدا شوې او اوس ایله څلور کلنه ده.
دلته د طالب او حکومتي عسکر کورنۍ یو قسم غمونه او دردونه ګالي او ټول يې په افغانستان کې د سولې راتګ او جنګ پای ته رسېدو ارمانجن دي.
رېزه ګل وايي: "الله دې په خیر سوله او امن راولي، الله دې ارامه ارامي کړي او زموږ دې هم سوب وکړي."
صايمه وايي:" موږ وایو چې سوله وشي او نور ځوانان ونه وژل شي. موږ سوله غواړو."
د رېزه ګل او صایمې په څېر په زرګونو ښځې شته چې په جګړه کې يی د کورنۍ غړي وژل شوي، یتیمان يې د پلار په ارمان دي او ترې پاتې بې سرپرسته کورنۍ ورپسې شپه او ورځ د غم اوښکې تویوي.
دغه کورنۍ په داسې حال کې د سولې غوښتنه کوي، چې اوس هم په هېواد کې توده جګړه روانه ده او هره ورځ په کې د حکومت پوځیان، دولتي مامورین، ولسي وګړي، خبریالان او وسله وال طالبان وژل کېږي.
که څه هم په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو خلک یو څه د سولې راتلو ته هیله من کړي و، خو اوس چې یادې خبرې څومره ځنډنۍ کېږي هغومره خلک له سولې ناهیلي کېږي.