د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

سروې: سږ کال د افغانستان وضعیت تر سوریې لا هم بد بلل شوی


یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړېوالې ورځپاڼې
  • رلیف وېب خپرونه

رلیف وېب خپرونې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي د نړۍ د سولې شاخص ته پام کړی دی.

افغانستان په‌دې فهرست کې د نړۍ تر ټولو نارامه هېواد په توګه معرفي شوی دی.

د سولې نړيوال شاخص- هېوادونه د جګړې، ترورېزم د تهدید، پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو د شمېر، د اقتصادي وضعیت او یو څو نورو عواملو له لحاظه ارزولي دي.

د رلیف وېب خپرونې په لیکنه، اسټرالیا مېشت د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ۱۹مه سروې کړې او په هغه کې يې د سولې، امنیت او پرمختګ له لحاظه د ژوند معیارونو ته پام کړی دی.

په‌دې سروې کې، افغانستان پر اخري ځای یانې ۱۶۳م مقام راغلی او سږ کال يې وضعیت تر سوریې لا هم بد بلل شوی دی.

د طالبانو، داعش او نورو سخت دريځو ډلو حملو افغانستان په نړۍ کې له نا امنو هېوادونو څخه په یوه بدل کړی دی.

تر افغانستان او سوريې وروسته، جنوبي سوډان، یمن او عراق د سولې او پرمختګ له لحاظه په نړۍ کې تر ټولو بد بلل شوي دي.

رلیف وېب خپرونې لیکلي:

افغانستان، سوریې او د مرکزي افریقا نورو هېوادونو په نړۍ کې د تاوتريخوالي په نتيجه کې په ۲۰۱۸میلادي کال کې تر ټولو لویه ضربه لیدلې ده.

په‌دې جدول کې تر ټولو سوله‌يېز هېواد ایسلنډ بلل شوی دی او وروسته نیوزلینډ، پرتګال او اتریش په دوهم، درېيم او څلورم ځای کې یاد شوي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان امنیتي وضعیت ته پام کړی دی او په کندهار ولایت کې د بمي چاودنې په نتيجه کې د شپږو ملکيانو د وژنې په اړه یې لیکلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، ټول قربانيان د یوې کورنۍ غړي وو.

چاودنه د چهارشنبې په سهار د سړک پر غاړه د ښخ شوي ماین د چاودلو په نتیجه کې وشوه او دوه ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه په‌کې ووژل شول.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی اخېستی، خو ځايي چارواکي طالبان مسؤل ګڼي.

واشنګټن پوسټ د افغان چارواکو له قوله لیکلي چې طالبانو د افغانستان په جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو پر ضد دومداره حملې کړي دي.

په بله برخه کې ورځپاڼې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو ته پام کړی دی.

ځينو سرچینو د چهارشنبې په ورځ په‌دې ولسوالۍ کې د سختو نښتو خبر ورکړی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تخار د والي ویاند جواد هجري له قوله لیکلي چې طالبان له ښاره پر شا تمبول شوي دي.

د خواجه غار ستراتيژيکه ولسوالۍ چې له تاجکستان سره پوله لري، له کلونو راهيسې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو شاهده ده او څلور کاله مخکې یو ځل د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG