د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

لوګریان د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د پاملرنې غوښتنه لري


د لوګر اوسیدونکي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د شهیدانو کورنیو او د معلولینو د ژوند د ښه کولو او د هغوی د ځان بسیاینې لارو، چارو ته دې پاملرنه وکړي.

دوی یادې غوښتنې د دوشنبې په ورځ د شهید اوونۍ د لمانځنې په ترڅ کې ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې.

د لوګر اوسیدونکی عبدالرحمن تسل وايي، په اول ګام کې مهمه داده چې ټول ولس د سولې لپاره کار وکړي، همدارنګه د شهیدانو کورنۍ او معلولین چې د جګړې قربانيان او تر یوه بریده د ټولنې اړ قشر دی، حکومت او ولس ورسره د هغوی د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي تسل زیاته کړه:

"د دې ورځې تر ټولو لوی پیغام همدا دی چې نور په هېواد کې دې اوږد او نه ختیمیدونکي جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي، بې رحمۍ راکمې شي، قتل او قتال راکم شي، دلته په لوګر کې د شهیدانو د وارثاوو او خلکو اساسي غوښتنه داده چې دوی سره نقدي مرستې وشي، دوی ته د اوسیدو ځای برابر شي، چې هغوی په ټولنه کې د منزوي کيدو احساس ونکړي، دوی پدې باور پیدا کړي چې یو څوک يې د شهید وینو ته درناوی لري. "

د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی هم د افغان ولسمشر په ګډون له خلکو غواړي چې د ټولنې د دې محرومې طبقې ستونزو ته پام وکړي.

حسیب ستانکزی وايي:

"موږ له مسوولینو او شخصاً له ولسمشر نه دا غواړو، چې د شهیدانو له کورنیو او یتیمانو سره مرستې وکړي، یوازې دا نه چې یوازې دا یوه ورځ موږ ولمانځو، موږ بیا هم باید دوی لپاره تدابیر ولرو او وکولای شو، چې د ژوند له ستونزو څخه د دوی په ژغورلو کېهمکاري وکړو. "

د لوګر اوسېدونکی شاه فیصل همت بیا د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د زده کړو او کار د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي او زیاتوي:

"زما غوښتنه له دولت او حکومت نه داده، که څه هم تراوسه په لوګر او افغانستان کې د شهیدانو کورنیو ته څه نا څه توجه شوې ده، خو په هغه اندازه نده چې اړتیا يې ده، لکه دوی لپاره د کار او تعلیم زمینو برابرول، دوی ته په هماغه وخت کې د مرستې رسول، چې دوی ته صدمه رسیږي او ځنې نور داسې کارونه چې باید ورته توجه وشي، که شوې ده، هغه کافي نده. "

بل لوري ته د لوګر د شهیدانو، معلولینو کار او ټولنیزو چارو رئیس شاه محمد ولي زوی وایي، دوی په دې برخه کې پوره کار کړی، اړمنو ځوانانو ته یې د حرفوي زده کړو تر څنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د ده په وینا چې دوی خپلو فارغانو ته د هغوی د رشتو او کسبونو سره سم د کار وسایل او ابزار هم ورکړي او اوس عملاً په ښار کې د فلزکارۍ، نجارۍ او نلدوانۍ د کارګرانو همدارنګه د ګاډو د ماشینونو او برښنا د میکانیک یا مستریانو په توګه پر کار لګیا دي.

"په لوګر کې د شهیدانو د وارثانو همدارنګه په څنګ کې معیوبینو ته حرفوي زده کړې لرو، چې پدغو حرفي زده کړو کې 35% مو د شهیدانو وارثین او معیوبین مو نیولي دي، تر څو په بازار کې ځانته مستقل کار وبار پیدا کړي. "

د لوګر د شهیدانو، معلولینو، کار او ټولنیزو چارو رييس زیاتوي، پرو سږ کال يې ۱۵۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړه وه، چې ۴۲ کسان يې د شهیدانو او معلولینو وارثان ول، همدارنګه سږ کال هم سل کسان په بیلابیلو څانګو کې پر زده کړو بوخت دي.

خو له بلې خوا په لوګر کې د شهیدانو وارثین او معلولین وايي، چې دوی ته شوې چارې بسنه نه کوي، دوی اوس هم ستونزې لري او ځايي ادارې ورته لازمه توجه نده کړې.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG