د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د افغانستان ملي امنیت شورا: طالبانو له القاعده ډلې خپلې لیکې نه‌دي جلا کړي


ارشیف، لغمان ولایت کې د طالبانو یو شمېر وسله‌وال
ارشیف، لغمان ولایت کې د طالبانو یو شمېر وسله‌وال

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوي تړون پر بنسټ باید طالبان د القاعده په ګډون، له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو افغان حکومت د طالبانو دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راوستې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وروستۍ پېښې ښيي چې طالبانو له القاعده ډلې څخه خپلې لیکې نه‌دي جلا کړي.

طالبان بیا د حکومت دا خبره ردوي.

د ملي امنیت شورا له قوله، طالبان او القاعده ایډیالوژیکي اړیکې لري او لا هم د افغان حکومت پر ضد یوځای جګړه کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل: "طالبان او القاعده یو له بل سره ایډیالوژیکي اړیکې لري او یو له بله په اسانۍ نه‌شي بېلېدای. که څه هم طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې چې دوی به له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي، خو وروستۍ پېښې په ګوته کوي چې طالبان او القاعده خپلې لیکې نه‌دي سره بېلې کړي او یوځای د حکومت پر ضد جنګېږي."

رحمت‌الله اندړ
رحمت‌الله اندړ

د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د افغانستان ملي دفاع وزارت په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې ولیکل چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې یې د القاعده ډلې هغه غړي په نښه کړي چې طالبانو ته‌یې د ماین خښونې او سنایپر یا نښه ویشتونکو ټوپکو روزنه ورکوله.

د ملي دفاع وزارت د القاعده ډلې د وژل شویو وسله‌والو شمېر ۱۵ تنه وښود او دغه‌شان یې په دې بریدونو کې د طالبانو د یوه مشهور سرګروپ مسعود احمد چې په حقبین مشهور و او په هلمند کې یې د بهرنیو ترهګرو د ساتلو مسؤلیت درلود، د وژل کېدو خبره هم وکړه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د دې ادعا په ردولو سره ازادي راډیو ته وویل، د القاعده اړوند ډلې هېڅ غړی په افغانستان کې نه‌شته او نه هم ورته زمینه برابره ده چې دلته واوسېږي.

له دې وړاندې هم افغان حکومت پر طالبانو تور لګولی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره‌یې په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د ډسمبر په ۱۷مه نېټه کندهار ته د سفر پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم طالبان تورن کړل چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره‌یې اړیکې پر خپل ځای دي.

ښاغلي صالح هغه مهال ویلي و: "بدخشان کې زموږ د ۲۰ عسکرو سرونه پرې شوي دي، د چا له‌خوا؟ وېډیوګانې یې شته، قاتلین‌یې یو هم افغان نه‌دی، بهرنیان دي. یعنې هغه ژمنه چې طالب کړې وه چې موږ سوله غواړو، خو وخت راکړئ چې دا ۱۹ یا ۲۰ بهرنۍ ترهګرې ډلې چې دلته شته له افغانستان‌یې وباسو، یوه‌یې هم نه‌ده پلې کړې."

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په ۲۵مه د افغانستان د ملي امنیت ریاست په غزني ولایت کې د القاعده ډلې د دوهم نمبر مشر ابو محسن المصري د وژل کېدو خبر ورکړ.

له دې وړاندې د لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د همغږۍ او څارنې ګروپ وویل، القاعده ډله لا هم د افغانستان د سولې پروسه ګواښي او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د روان کال په جوزا میاشت کې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې چې د دې سازمان د امنیت شورا ته‌یې وسپاره لیکلي و، لا هم په افغانستان کې د القاعده ډلې مهم مشران او سلګونه وسله‌وال فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG