د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

"تروریستي ډلې رسنیو کې د غوغا جوړولو لپاره کابل کې ځینې بریدونه کوي"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، تروریستي ډلې هڅه کوي په رسنیو کې د سرخط او غوغا جوړولو لپاره په کابل کې ځینې تروریستي حملې وکړي.

د امر الله صالح د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد پر کابل د پرونیو راکټي حملو په تړاو ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان پر پلازمېنه د ټرورېزم نظر دی، د ګاونډیو هېوادونو استخبارات په کې لاس لري او له هرې ممکنې لارې او مککارۍ څخه هڅه کوي په کابل کې پېښې رامنځته کړي، ځکه له دې سره په رسنیو کې سرخط جوړېږي. د افغانستان دولت او امنیتي ارګانونه د ټرورېزم په مسئله کې کار کوي، که طالبان، که داعش یا هم القاعده شبکه ده یا نورې تروریستي ډلې، هغوی یوازې د نظام د کمزورۍ هڅه کوي."

د امر الله صالح د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد
د امر الله صالح د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد

په کابل کې د ناامنیو د پېښو تر زیاتېدو وروسته د تلې/ میزان پر ۲۵مه د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه واخېست.

داسې ښکاري چې د ښاغلي صالح له خوا د امنیتي چارو د مسوولیت اخېستلو هم په کابل کې د ناامنیو پېښې کمې کړې نه دي.

د لړم/ عقرب پر درېیمه په کابل کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز حمله، د لړم/ عقرب پر ۱۳مه پر کابل پوهنتون حمله او پروني راکټي بریدونه هغه عمده پېښې دي، زیاته مرګ ژوبله یې اړولې او داعش ډلې د درې واړه پېښو مسوولیت منلی دی.

له افغانستانه چې لا هم په کې شخړې روانې دي د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بیړه شوې

د امر الله صالح د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس وايي، په کابل کې به د ناامنیو پېښې وي، خو جنايي پېښې خورا کمې شوې دي.

پر کابل پرون د ۲۴ راکټونو لګېدو په پېښه کې د کورنیو چارو وزارت په حواله ۸ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د دغو راکټي بریدونو په تړاو د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکوروو "Stefano Pontecorvo" په ټویټر کې لیکلي: د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه په خواشینوونکې توګه په نوي تاوتریخوالي ځواب شوه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی

د ناټو ملکي استازي ویلي، ناټو به د ټرورېزم پر خلاف د افغانانو او د هغوی د مبارزې تر څنګ ولاړه وي.

بل خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا "Roland Kobia" په ټویټر کې لیکلي، هغه کسان چې تاوتریخوالي ته لمن وهي یا یې ملاتړ کوي، په واقعیت کې د سولې سبوتاژ ته زمینه برابروي.

بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، له افغانستانه چې لا هم په کې شخړې روانې دي د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بیړه شوې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو ویلي، د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکموي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG