د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

ګلوبل پوسټ: استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نهه دېرش افغانان وژلي


ځينې نړیوالې ورځپاڼې
ځينې نړیوالې ورځپاڼې

ګلوبل پوسټ

ګلوب پوسټ د استرالیا د ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکیانو د وژلو موضوع څېړلې ده.

دا امریکایۍ ورځپاڼه لیکي، د استرالیا ځانګړیو ځواکونو په افغانستان کې نهه دېرش ملکیان او بندیان په غیرقانوني ډول وژلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د استرالیا د نظامیانو تحقیقات چې په دې اړه یې څو کاله دوام وکړ، د پنجشنبې په ورځ اعلان شول او په کې څرګنده شوې ده چې په دې ډله کې یو شمېر کسان ژر اعدام شوې دي.

د استرالیا د پوځ عمومي پلټونکي د دې پېښو په اړه خپله ارزونه په څلور سوه پنځه شپېته مخه ټکان ورکوونکي راپور کې خپره کړې ده.

دا پېښې له دوه زره پنځمه تر دوه زره شپاړسم کلونو پورې شوي دي چې د جګړې له ډګره بهر په کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

ګلوب پوسټ وړاندې لیکي، دا قضیه د جنګي جنایاتو ځانګړي څارنوال ته سپارل شوې ده.

د تحقیقاتو د نتیجو په درشل کې استرالیایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې هېواد لوی درستیز انګوس کمپبل د افغانستان له خلکو د خپلو سرتېرو د هر راز سرغړونې له امله بخښنه غوښتې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست هم په یوه اعلامیه کې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن ولسمشر اشرف غني ته په ټېليفون ډاډ ورکړ چې د جنګي جرمونو تورونه به هر اړخیز وڅېړل شي او عدالت به تامین شي.

فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې بیا د افغانستان د سولې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په کې د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن څخه هیله شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې لرې نه کړي.

خپرونه وړاندې لیکي، چې د بایډن د بهرني سیاست ټیم دا مسئله د افغانستان د تګلارې لپاره د خپلو سلاکارانو په غوښتنه څېړي.

د فارن پالیسي په مقاله کې بیا راغلې دي، چې دا هڅه د دې څرګندونه کوي چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو او د دې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د بایډن او ټرمپ دریځ تر ډېره سره ورته دی.

خپرونه لیکي، په دې پړاو کې د خلیلزاد سمدستي لرې کول به د سولې بهیر اغېزمن کړي.

فارن پالیسي په تېرو څو لسیزو کې د خلیلزاد دیپلوماتیکو هڅو ته په کتنه لیکي، دی په کابل کې ستر شوی، له ولسمشر غني سره ژور اړیکې لري او د سیمې په ژبو پوهېږي.

خو د خپرونې په باور، دوه لسیزې مخکې د خلیلزاد هڅې د تېلو د یوه امریکایي شرکت په استازیتوب په افغانستان کې د یوه پایپ لاین د تېرېدو په خاطر د ده محبوبیت ته په دې هېواد کې زیان اړولی دی.

خپرونه دا هم لیکي، چې افغان چارواکي له طالبانو سره د خلیلزاد تر ډېره پټ توافق چې په کې افغان حکومت ته برخه نه ده ورکړل شوې، ځورولي دي.

اوټ لوک مجله

اوټ لوک مجله چې له هنده خپرېږي له کابله د پاکستان د صدراعظم عمران خان لیدنې ته کتنه کړې ده او لیکي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړي استازي عمر داودزي او یو شمېر نورو چارواکو د کابل په هوایي ډګر کې د عمران خان هرکلی وکړ او ولسمشر غني په ارګ کې هغه ته ښه راغلاست ووایه.

مجله لیکي، د سولې د خبرو تر پیل وروسته دا له افغانستانه د عمران خان لومړۍ رسمي لیدنه او د پاکستان د جګپوړیو چارواکو لومړی سفر دی.

د اوټ لوک په مقاله کې راغلې دي، چې دا سفر په داسې وخت کې شوی چې واشنګټن اعلان کړی دی چې د جنوري تر نیمایي به له افغانستانه خپل دوه زره پوځیان وباسي او طالبانو خپلو حملو ته ادامه ورکړې ده، د حکومت پر چارواکو، امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG