د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

پکتیکا کې مظاهره چیان: کابل ته د عمران خان سفر کوم درد نه شي دوا کولی


په پکتیکا کې یو شمېر مظاهره چیان کابل ته د عمران خان د سفر په غبرګون راوتلي دي.
په پکتیکا کې یو شمېر مظاهره چیان کابل ته د عمران خان د سفر په غبرګون راوتلي دي.

په پکتیکا کې ګڼ شمېر خلکو کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په غبرګون لاریون وکړ.

دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي او د سولې، امن او ثبات لپاره له زړه ګامونه واخلي.

دوی وایي، پاکستان له افغان حکومت او خلکو سره ریښتونی نه دی او که دا هېواد په خپلو پالیسو کې بدلون را نه ولي، ورته سفرونه یې کوم درد نه شي دوا کولی.

په پکتیکا کې یو شمېر مظاهره چیان
په پکتیکا کې یو شمېر مظاهره چیان

د لاریون یو ګډونوال تاج محمد ارګونی وایي: "که دوستي کوې، نو بیا دوستي راسره وپاله کوم چې زموږ حق او حقوق دي، عمران خان څخه غوښتنه کوو چې افغانستان نور ستړی دی او دا شته پالیسي دې نوره بدله کړه."

د دې لاریون یو بل ګډونوال غلام محمد وطنمل وایي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو جګړو او افغان وژنې وښودله چې لا هم پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو او اهدافو لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون نه دی راوستی.

د پکتیکا مظاهره چیان وايي که پاکستان د افغانستان پر وړاندې په خپله پالیسي کې بدلون رانه ولي د عمران خان سفرونه بې ګټې دي.
د پکتیکا مظاهره چیان وايي که پاکستان د افغانستان پر وړاندې په خپله پالیسي کې بدلون رانه ولي د عمران خان سفرونه بې ګټې دي.

دی وايي: " څو ورځې مخکې تاسې ولیدل چې وسله والو مخالفینو د هلمند او د هلمند پر یو شمېر سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په دې بریدونو کې زیات وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته او په دې د پاکستان د پوځ جنرالان او پوځیان هم شامل و، نو له پاکستانه غواړو چې داسې پالیسي غوره کړي چې افغانان سولې ته ورسیږي."

پکتیکا کې مظاهره چیانو د پاکستان پر خلاف شعارونه ځان سره لیږدول
پکتیکا کې مظاهره چیانو د پاکستان پر خلاف شعارونه ځان سره لیږدول

که څه هم پاکستان په وار-وار ویلي له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب غواړي، خو نه یوازې عامو خلکو بلکې افغان دولت هم له دې وړاندې په ځلونو د پاکستان په حکومت ورته نیوکې کړي.

خو تازه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان صدر اعظم عمران خان د ولسمشر اشرف غني په بلنه په یوه ورځیني سفر کابل ته راځي او نوموړی به د افغان سولې، سوداګرۍ او د سیمې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا له افغان لوري سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG