د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

صالح: پر کابل پوهنتون د برید دوهم طرحه کوونکی ووژل شو


پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي دننه - 03 10 2020
پر کابل پوهنتون له برید وروسته د یوه ټولګي دننه - 03 10 2020

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکو دوهم غړی په پکتیا ولایت کې افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او دریم هغه یې نیول شوی چې د ده په خبره تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راوړل شي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې په دې ورستیو کې د ولسمشر غني له خوا د کابل د امنیتي چارو د څارنې مسوولیت ورکړل شوی پر کابل پوهنتون د برید د یو بل طرحه کوونکي د نیولو او د یو د وژل کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي صالح نن دوشنبه په خپله فیسبوک پاڼه د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډې جزیات کومه چې دې یې هره ورځ د کابل له امنیتي مسوولینو سره لري، شریک کړي او لیکلي، چې پر کابل پوهنتون د برید یو طرحه کوونکی چې احمد نومېږي په پکتیا ولایت کې امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی او یو بل یې نیول شوی چې د ده په خبره تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راوړل شي.

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلي صالح د شنبې په ورځ د دغه برید له طرحه کوونکو د عادل په نوم د یو کس د نیول کېدلو خبر ورکړ، چې د تازه څرګندونو له مخې یې عادل نومي په خپل اعتراف کې ویلي، چې دوی له برید لس ورځې مخکې کابل پوهنتون ته تللي و او دې ته یې پام شوی و چې، تر ډېره هغه کسان چې ښاري سر او وضع لري پرې شک نه کېږي او نه هم جدي تلاشي کېږي.

نو د ښاغلي صالح په خبره، د پنجشېر ولایت اوسېدونکي عادل په خپل اعترف کې دا هم ویلي، چې دوی د شیکو محصلانو په شان ځان جوړوي چې بیکونه یې هم نه پلټل کېږي.

د نوموړي دا اعتراف په داسې حال کې دی، چې پر کابل پوهنتون په برید کې د یو وژل شوې محصلې پلار ولي الله وايي، چې د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته یې د لور د جنازې د انتقال پر مهال ان جنازه هم پلټل شوې ده.

هغه زیاتوي: "زما د لور جنازه یې چې د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته دننه کوله، جنازه یې تلاشي کوله، زه هملته ښکته شوم ډېر مې اعصاب خراب شول، چې ما ویل تاسې چې زمونږ مړی داسې پلټۍ نو کسان له کومه شول چې راځي او زمونږ اولادونه په بې رحمانه ډول وژني."

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، اوس د ځان مرګو هویت هم افشا شوی چې تر یوه دوه ورځو پورې به یې معلومات له خلکو سره شریک شي.

امرالله صالح د شنبې په ورځ په کابل پوهنتون د لومړي نیول شوي برید کوونکي عادل په اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې معلومات شریک کړل.

نوموړي د عادل په اړه ویلي و، چې د شرعیاتو پوهنځی یې تر دریم ټولګي پورې لوستی، بیا د حقاني شبکې د یو غړي ثناالله له خوا جذب شوی او دې کارته ګمارل شوی او ورته ویل شوي وه چې داسې کار باید وکړې چې حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنامه شي او کمزوری وښودل شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د د ولسمشر د لومړي مرستیال دا خبرې رد کړې وې.

دغې ډلې تر برید ورسته هم په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړی وه.

اوس پوښتنه دا ده، که چېرې د افغانستان کشفي او امنیتي ارګانو دومره فعال دي ولې تر بریدونه مخکې یې د مخنیوي لپاره عمل نه کوي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دېرو مواردو کې مخنیوی شوی دی.

طارق ارین
طارق ارین

هغه زیاتوي: "په ډېر مواردو کې مونږ د دښمن امنیتي ګواښونه شنډ کړي دي، په تر ټولو تازه مورد کې یو په چاودېدونکو موادو بار یو موټر چې له سنګ نوشتې کابل ته راروان و تشخیص او شڼد شو، لسګونه شبکې مو نیولي، پر کابل برید کې مونږ منو چې یو ضعف و او چا چې غفلت کړی له خپلو دندو به لرې او څېړنې به ترې کېږي."

روانه لمریز میاشت پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او تر څلوېښتو نور ټپیان شول، د برید مسوولیت یې داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ځان ومانه خو ښاغلي صالح برید کوونکي څو هویتي ګڼي، وايي حزب التحریر، داعش، طالب او ټول کیدای شي، یعنې د ده په خبره د اړتیا پر مهال له دې نومونو له هر یو استفاده کېږي.

XS
SM
MD
LG