د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

کورنیو چارو وزارت: خصوصي پوهنتونونونه دې ۴۸ ساعتونو کې له ملي تصدۍ ساتونکي وګماري


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، پر کابل پوهنتون له برید وروسته یو شمېر امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، پر کابل پوهنتون له برید وروسته یو شمېر امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د دوی په خبره د لوړ امنیتي ګواښ له امله خصوصي پوهنتونونو ته د عامه ساتنې "محافظت عامه" له ملي تصدۍ نه د ساتونکو د ګمارنې لپاره وروستی وخت ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن د شنبې (د لړم ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی ټولو خصوصي پوهنتونو ته په اجباري ډول ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د خپل امنیت ساتلو لپاره دې دولتي ځواکونو وګماري.

ښاغلی ارین وايي، دا وخت له نننه پیل شوی، خو دقیق ساعت یې نه دی ښودل شوی، د ده په خبره، که خصوصي پوهنتونونه دغه پرېکړه عملي نه کړي وبه تړل شي.

دولت موږ ته ۴۸ ساعته وخت راکړی، څو د عامه ساتنې له ملي تصدۍ نه ساتونکي وګمارو

ارین زیاته کړه: "دوی دې د عامې ساتنې ملي تصدۍ سره همغږي وکړي او دوه اړخیز تړون دې ورسره وکړي، هلته بشري سرچینې او مسلکي کسان شته چې ورسره به قرارداد وکړي او د دوی د امنیت په اړه اندېښنې حل کړي، دا د اکاډمیکو مرکزونو لپاره اجباري، خو د خصوصي سکټور او د نورو ادارو لپاره بیا اختیاري خبره ده."

د ښاغلي ارین په خبره، ترهګرې ډلې په دې وروستیو کې هڅه کوي، په هغو بنسټونو حملې وکړي چې په ټولنه کې روانې فشارونه زیات او د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې دولت کمزوری وښیي.

ښاغلی ارین زیاتوي، دا مهال یو شمېر پوهنتونونه له دې امله تعطیل دي چې نوي ساتونکي وګماري.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې پر کابل پوهنتون برید وشو او په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول
نږدې دوه اوونۍ وړاندې پر کابل پوهنتون برید وشو او په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول

د تعطیل شوېو پوهنتونونو له ډلې د کاردان په نوم د یوه خصوصي پوهنتون امنیتي مدیر محمد عارف سروري ازادي راډيو ته وویل: "دولت موږ ته ۴۸ ساعته وخت راکړی، څو د عامه ساتنې له ملي تصدۍ نه ساتونکي وګمارو، موږ د همدې لپاره پوهنتون تعطیل کړی، څو خپله امنیتي برخه پیاوړې کړو."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د کورنیو چارو وزارت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

دا اقدام په داسې حال کې دی چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې پر کابل پوهنتون برید وشو او په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۴۰ پورې نور په کې ټپیان شول.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی و.

خو تازه د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي چې د دغې حملې طراح یې نیول شوی دی.

ښاغلي صالح نن شنبه (د لړم ۲۴مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه کس عادل نومېږي، د عارف زوی او د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

د ښاغلي صالح په خبره دغه نیول شوي کس د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې تر درېیم ټولګي درس ویلی او د حقاني شبکې د ماهر غړي ثنا الله له لوري جذب شوی و، هغه کس چې پر کابل پوهنتون یې عادل نومې کس ته د حملې امر کړی و.

اخو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې دا خبره رد کړې او پر کابل پوهنتون د برید مسوولین یې داعش او افغان حکومت بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG