د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

سور صلیب کمېټه: جګړه کې ښکېلې یوې خوا هم جګړه‌ییز قانون نه‌دی مراعات کړی


د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس رابرټ مارډیني
د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس رابرټ مارډیني

د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس رابرټ مارډیني افغانستان ته د څلور ورځني سفر پر مهال له حکومتي چارواکو او طالبانو سره خبرې کړي دي.

نوموړي د افغانستان سویل کندهار، هلمند او غزني ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

ښاغلي مارډیني ویلي، په جګړه کې ښکېلې یوې خوا هم جګړه‌ییز قوانین نه مراعتوي چې له امله یې هره ورځ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

نوموړي ویلي: "، موږ هیله لرو چې وضعیت بدلون وکړي او ښه شي، دا هغه څه دي چې افغانان یې په تمه دي."

ښاغلي مارډیني دغه شان وویل، په هلمند او غزني کې یې له څو داسې روغتیايي مرکزونو لیدنه کړې چې د جګړې ټپيان په کې بستر وو.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر وايي دا ناهیلې کوونکي دي چې د سولې د خبرو له پیل سره هم مهاله ملکي تلفات زیاتېږي
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر وايي دا ناهیلې کوونکي دي چې د سولې د خبرو له پیل سره هم مهاله ملکي تلفات زیاتېږي

د نوموړي په وینا، ډېری روغتیايي مرکزونه د بستر او درملنې د امکاناتو له کمښت سره مخ وو.

نوموړی زیاتوي: "که نه شئ کولای سوله راولئ او جګړه دوام لري، نو خپلو سرتېرو ته ور زده کړئ چې د جګړې قانون ته احترام ولري او ملکیان هدف ونه ګرځوئ، څو په ښځو او ماشومانو د جګړې د اغېز د راکمېدو شاهدان ووسو."

ښاغلي مارډیني جګړه ځپلو ته خدمتونو رسول ستونزمن وبلل، ځکه د نوموړي په وینا په اوسني وضعیت کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د رئیس څرګندونو ته په غبرګون سره وايي، افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې ټول جګړه ییز قوانین مراعتوي.

دی وايي:"موږ په فعال دفاعي حالت کې یو، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په فعال دفاعي حالتو کې د ټولو جګړه ییزو معیارونو د رعایت هڅه کوي چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي، خو طالبان د ملکیانو د تلفاتو مسوول دي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس رابرټ مارډیني د سولې د خبرو له پيل سره هم‎مهاله د تاوتریخوالي زیاتوالی ناهیله کوونکی بولي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له وړاندې د دغې ډلې ویاند ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی جنګیالي په ملکیانو حملې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان شل ولایتونه د سختو او خونړیو حملو شاهدان وو.

پر کابل پوهنتون او کوثر روزنیز مرکز د انتحاري حملو او بریدونو قربانیان ملکیان وو او دغه شان د هدفي وژنو قربانیان هم ملکیان دي.

فریبا ارام

XS
SM
MD
LG