د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د کابل پوهنتون د محصلانو شعار؛ شمعې مه بلوئ، زموږ امنیت خوندي کړئ


د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو د لاریون انځور
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو د لاریون انځور

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو پر دغه پوهنتون د تېرې اونۍ د برید د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه وکړه.

دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې د هغو امنیتي منسوبینو د نیول کېدو غوښتنه هم وکړه چې د دې پېښې د رامنځته کېدو په برخه کې یې بې غوري کړې ده.

دغو معترضو محصلانو په یو غږ شعارونه ورکول، د قلم شین رنګ په سور مه اړوئ، او شمعې موږ ته مه بلوئ، زموږ امنیت خوندي کړي.

یو تن محصله راحله حیدري وايي: "موږ د حیواناتو په څېر وژني او له موږ څخه قرباني اخلي، دوی چې هر ورځ موږ په انتحاري او په داسې نورو ډولونو وژني په دې پوه شي چې زموږ غږ نه چپېږي."

دغه محصلانو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د امنیتي کمرو، پوهنتون ته د غیر مسئولو وسله والو د ننوتلو د مخنیوی او په دننه پوهنتون کې د وژل شویو محصلانو په نوم د یوه ځای د نومولو او له دوی څخه د پاتې شویو اثارو نه د موزیم د جوړولو غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون معترض محصلان
د کابل پوهنتون معترض محصلان

یو تن لاریون کوونکي محصل هارون د پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته: "پر کابل پوهنتون د برید عاملین باید ونیول شي، هغه منسوبین باید تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راشي چې وظیفوي غفلت یې کړی دی."

دغه محصلانو ګواښ وکړ که امنیتي بنسټونه یې تر یوې اونۍ پورې غوښتنو ته ځواب ونه وايي، په درسي اعتصاب به لاس پورې کړي.

د کابل پوهنتون معترض محصلان چې په لاسو کې یې د وروستي برید په اړه شعارونه نیولي
د کابل پوهنتون معترض محصلان چې په لاسو کې یې د وروستي برید په اړه شعارونه نیولي

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون سره په ګډه د ورته پېښو د مخنیوي لپاره جدي کار کوي.

طارق آرین
طارق آرین

د دې وزارت ویاند طارق ارین وویل: " دښمن د کتاب او پرمختګ دښمن دی، خو د افغانستان امنیتي ځواکونه له استخباراتي برخو سره په یوې منظمې برنامې کار کوي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو شاهدان ونه وسو."

په ورته وخت کېد افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، په داسې یوې طرحې کار کوي چې د هېواد د ټولو پوهنتونو د امنیت خوندیتوب ته په کې پام شوی وي.

ددې وزارت ویاند حامد عبیدي وايي: "موږ خپلو ټولو محصلینو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې یوې امنیتي طرحې کار کوي چې له مخې به یې د هېواد د ټولو پوهنتونونو امنیت خوندي شي او دا زموږ لومړيتوب دی."

تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون په حقوقي ستاژ یو وسله وال برید وشو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ۲۲ کسان په کې ووژل شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې په دې برید کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد او داعش یا اسلامي دولت ډلې یې مسوولیت ومانه.

XS
SM
MD
LG