د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

لوړو زده کړو وزارت افغان دولتي پوهنتونونو ته امنیتي طرحه جوړوي


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د محصلانو د خوندي پاتې کېدو او په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو د امنیتي خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړوي.

د دې وزارت مسوولان نن د پنجشنبې (د لړم ۱۵مه) په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا طرحه به څو برخې ولري، څو وکولای شي په راتلوونکې کې د دې ډول بریدونو مخنیوی وشي،خو د لوړو‌ زده‌کړو وزارت د دې طرحې بشپړ جزئیات رسنیو سره شریک نه‎کړل.

متخصصین وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه یا سیف روم په ډېره اسانه او کمه بیه جوړېدای شي.

متخصصین وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه یا سیف روم په ډېره اسانه او کمه بیه جوړېدای شي.

د دغه وزارت مرستیال نورالله دروېش: "د لوړو زده‎کړو وزارت دریځ دا دی چې باید په یوه امنیتي طرحه کار وکړو د ټول دولتي پوهنتونونو لپاره چې راتلونکي کې څنګه کېدای شي د داسې پېښو مخنیوي وشي او بالاخره داسې پېښې په پوهنتونونو کې کمې شي."

لوړو زده‌کړو وزارت داسې مهال په ټول افغانستان کې د ۳۹ دولتي پوهنتونونو د امنیتي خوندیتوب لپاره طرحه جوړوي چې همدا د افغانستان په هېڅ پوهنتون کې د بېړنۍ حالاتو لپاره یو خوندي خونه یا سیف‌روم نه‌شته.

که څه هم وزارت په هر پوهنتون کې د ټولو محصلانو لپاره د دې ډول خونې جوړول سخت کار بولي، خو د بېړنیو حالاتو متخصصین وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه یا سیف روم په ډېره اسانه او کمه بیه جوړېدای شي.

د کابل پوهنتون یوه څنډه
د کابل پوهنتون یوه څنډه

د بېړنیو حالاتو د کنټرول یو متخصص او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار شیرین اقا صمیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "کابل پوهنتون د هېواد یو ستر ښوونیز مرکز دی او د محصلینو شمېر چې هم‌مهاله په یوځای کې درس وایي هم زیات دی او هر پوهنځي لپاره جلا ودانۍ شته، نو د امن خونې یا سېف روم او یا هم داسې ځایونه هلته په حد اقل کچه د محصلینو لپاره امنیت برابر کړي یوه جدي اړتیا ده."

پر کابل پوهنتون د برید وروسته، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي یو شمېر محصلانو چې په برید کې یې نږدې ۱۶ ټولګیوال ووژل شول دا نیوکه هم کړې چې ګنې دوی لاهم د ز‌ده‌کړو لپاره ودانۍ نه لري او له دې کبله چې د حقوقو د ستاژ ودانۍ کې یې زده‌کړې کولې، په نښه شول.

دوی زیاتوي، هغه ودانۍ چې د دې پوهنځي لپاره جوړېږي، رغنیزې چارې یې بشپړې شوي، خو لا هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته زده‌کړه وکړي.

خو د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمد شفیع شریفي بیا وايي، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي لپاره د جوړېدونکې ودانۍ رغنیزې چارې روانې دي.

ښاغلی شریفي زیاتوي:"د دغه ودانۍ د وروستي برخې کارونه پاتې دي، دا ودانۍ په رسمي ډول موږ ته نه ده سپارل شوې، ځکه چې دغه پروژه نه ده بشپړه شوې او تر هغه چې ټولې چارې یې ونه څېړل شي موږ تعمیر ترې ګټې اخیستنې ته نه شو اخیستلی."

دا نوې رغېدلې ودانۍ برېښنا نه لري د مسؤلینو په وینا یې چې هوکړه یې نشته.

پر کابل پوهنتون له برید وروسته، د ښوونیزو مرکزونو د امنیت ساتلو په اړه غوښتنې هم مخ په ډېرېدو دي.

تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم له حکومته وغوښتل، څو د ښوونیزو بنسټونو د امنیت لپاره یوه هره اړخیزه طرحه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG