د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ولسي جرګې پر کابل پوهنتون د برید په‌پار امنیتي مسؤلین استجوابیه غونډې ته ورغوښتي


د دوشنبې په ورځ درېیو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ محصلین ووژل.
د دوشنبې په ورځ درېیو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ محصلین ووژل.

د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د افغانستان په ولایتونو او په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې پر کابل پوهنتون د وروستي برید له امله پر امنیتي بنسټونو سختي نیوکې وکړې.

د دې توندو نیوکو په دوام، د جرګې مشر میر رحمان رحماني د را روانې شنبې په ورځ د درې ګونو امنیتي بنسټونو مسوولین، د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د ملي امنیت ریاست مشر استجوابیه غونډې ته را وبلل.

ښاغلي رحماني ټېنګار وکړ چې پر کابل پوهنتون برید باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ده زیاته کړه: "په ډېرې خواشینی د ځوانو شهیدانو کورنیو سره دا عمل غندم، د افغانستان له حکومت او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي سکتور څخه غواړم چې د دې پېښې ترسره کوونکي په نښه او خپلو سزاوو ته یې ورسوئ."

رحماني ټېنګار وکړ چې پر کابل پوهنتون برید باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي
رحماني ټېنګار وکړ چې پر کابل پوهنتون برید باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي

د دوشنبې په ورځ درېیو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ محصلین ووژل او ۲۷ نور یې ټپیان کړل.

په جرګه کې یو شمېر وکیلانو هم پر کابل پوهنتون برید وغاند او دا کار یې د افغان سولې د دښمنانو کار وباله.

د ولسي جرګې ځینو وکیلانو د جمهور رئیس پر لومړي مرستیال امرالله صالح هم توندې نیوکې درلودې.  

د کندهار د خلکو استازی سیلاب احمد سیلاب ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د افغانستان پر لوی اکاډمیک مرکز کابل پوهنتون ترهګریز برید او له دې وروسته د افغان سولې په اړه منفي ذهنیت رامنځته کولو چارې د افغان سولې پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول دي.

ښاغلي سیلاب وویل: "دغه پېښه ډېره مهمه ده، دا موضوع له ټولو هغو د اندیښنې وړ ده، ځکه چې غواړي ستا بنسټ او راتلونکي جوړونکي له منځه یوسي، په دې اړه باید ولس ته کره ځوابونه ورکړل شي."

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ځینو وکیلانو د جمهور رئیس پر لومړي مرستیال امرالله صالح هم توندې نیوکې درلودې.

د دوی په وینا، دا چې ښاغلي صالح د کابل ښار د امنیت چارې په غاړه اخیستي، نو پر کابل پوهنتون د برید په اړه هم باید هر اړخیز سپیناوی ورکړي، خو د امرالله صالح مطبوعاتي دفتر وايي، ښاغلی صالح د کابل ښار د امنیت ښه کېدو برخه کې د امنیتي بنسټونو د ملاتړ دنده لري او دې برخې ته به ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یو تازه استول شوي پیغام کې ویلي چې په کابل پوهنتون برید د طالبانو کار دی، خو طالبانو بیا خپل لاس لرل رد کړي او د برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.

XS
SM
MD
LG