د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

"پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کورنیو چارو وزارت تازه معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې نن شنبه (د لیندۍ په لومړي نېټه ) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار له منځه د ۱۷مې او څلورمې له مربوطاتو څخه ۲۴ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا کار د طالبانو ګڼلی خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ارین زیاتوي: "له بده مرغه چې نن سهار ترهګرو طالبانو ۲۴ توغندي توغولي چې په نهمې، لسمې، پنځلسمې، ۱۱مې، ۱۶مې او دوهمې امنیتي حوزو اړوندو سمیو لګېدلي، په ژورې خواشینې سره چې زموږ ۸ تنه ملکي هېوادوال شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپيان دي."

ښایې د تلفاتو شمېرې بدلې شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، د دوهمې حوزې پر مربوطاتو پنځه توغندي لګیدلي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي همدا راز د ۱۱مې حوزې پر مربوطاتو کې ۴ توغندي لګیدلي چې ۳ تنه یې وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.

وړاندې اعلامیه کاږي چې د ۱۶مې حوزې اړوند یو توغندی لګیدلی یو یې وژلی او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

اعلامیه زیاتوي: "د لسمې حوزې په مربوطاتو کې ۷ راکټونه لګیدلي چې په پایله کې یې د لومړني معلوماتو له مخې ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، همداراز د ۱۵حوزې اړوند سیمه کې ۳ راکټه لګیدلي چې تلفات نه لري."

د اعلامیې په ټکو د ۹مې حوزې اړوند سیمه کې یو راکټ لګیدلی چې په پایله کې دوه تنه ټپیان دي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې له دغو توغندیو یو یې د دغه سفارت په مربوطاتو کې لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ويلي چې دوی په دغه پېښه کې لاس نه لري.

تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه توغندي له دوو موټرو چې په تهیه مسکن او بادام باغ سیمو کې وو توغېدلي دي.

له تېر ژمي را په دې خوا دا درېیم ځل دی چې له دغې سیمې په ورته ډول راکټونه توغول کېږي.

لومړی ځل د اسد په ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکې ورځې په مناسبت مراسم روان وه او دویم ځل بیا د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو پر مهال وتوغول شول.

دفاع وزارت

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د امنیتي چارو پوه تمیم عاصي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا یو نوی انکشاف دی چې تروریستان ترې استفاده کوي او دا به لکه د سوریې، عراق او لیبیا په شان ښاري جګړو ته زمنیه برابره کړي."

د امنیتي چارو پوه تمیم عاصي
د امنیتي چارو پوه تمیم عاصي

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل په چهلستون او پلچرخي سیمو کې د دوو مقناطیسي ماینونو دوه چاودنې هم شوي دي، د امنیتي چارواکو په خبره، دواړه چاودنې په پوځي موټرو شوي چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

  • غبرګونونه

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ددې بریدونه په غندلو سره زیاتوي چې د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

د هیواد جمهور رئیس مسوولینو ته د دغو بریدونو د عاملینو د موندلو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

هاخوا د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ښاغلی عبدالله عبدالله پر کابل ننني راکټي بریدونو د غندلو تر څنګ زیاتوي چې پر دې ډول بریدونو به د افغانستان خلک له پښو ونه غورځيږي او نه به ترورېزم ته تسلیم شي او په ټکو یې یو ورځ به دا ترورېزم نابود شي.

هاخوا د عامې روغتیا د وزارت مرستیا ویاند نورالله ترکی د لومړني معلوماتو له مخې وايي، له دې پېښو پنځه تنه مړي او ۲۵ ټپیان د روغتيا وزارت اړوندو روغتونونو ته وروړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پر کابل ښار ۱۴ توغندي لګیدلي چې په پایله کې یې درې تنه ملکیان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي نن شنبې (د لیندۍ په لومړي نېټه ) سهار مهال د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د ۱۴ توغنديو په لګیدو سره ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي ارین زیاته کړه: "دا راکټونه د کابل ښار د چهار قلعه برج برق سیمه کې، د طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته څېرمه، د ګل سرخ څلور لارې، د صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، د سپین زر واټ، ملي ارشیف ته څېرمه، د لېسې مریم په مربوطاتو کې او ۵۰۰ فامیلیو سیمه کې لګیدلي دي."

هاخوا د عامې روغتیا د وزارت مرستیا ویاند نورالله ترکی وايي، له دې پېښو پنځه تنه مړي او ۲۵ تنه ټپیان د روغتيا وزارت اړوندو روغتونونو ته راوړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG