د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

فراه والي: د القاعده شبکې یو وژل شوی مشر 'محمد حنیف' ډېر خطرناکه و


ارشیف
ارشیف

وروسته له هغه چې د محمد حنیف په نوم د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مشر په فراه کې ووژل شو، د دې ولایت یوه لوړپوړي چارواکي هغه ډېره خطرناکه بللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې محمد حنیف پاکستانی و او په بکوا ولسوالي کې ووژل شو.

د فراه والي تاج محمد جاهد وايي، د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده د مشر محمد حنیف د ورانکارو فعالیتونو ساحه تر فراه ولایت وړاندې وه.

ښاغلي جاهد پرون ماسخوتن له ازادي راډيو سره په خبرو کې یاد کس ډېر خطرناک وباله.

د فراه والي تاج محمد جاهد
د فراه والي تاج محمد جاهد

جاهد زیاته کړه: "د هغه فعالیتونه یوازې پر فراه ولایت متمرکز نه وو بلکې په لودیځ او سویل زون کې يې فعالیت درلود، تر ډېره د ځانمرګو لپاره د واسکټونو، د سرک غاړې ماینونو او موټر بمونو جوړولو په برخه کې فعال وو، هغه لیزري او دوربین لرونکې وسلې ترمیم کولې."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ وویل چې محمد حنیف د فراه په بکوا ولسوالي کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شو.

د هغه د وژل کېدو ورځ او وخت نه دي مشخص شوي.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، حنیف چې په عبدالله مشهور وو، پاکستانی تبعه وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال دوې پاکستانۍ ښځې هم نیول شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په اکتوبر میاشت کې هم ویلي وو چې په هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې مشر او د دې شبکې دوهم مهم کس د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې په غزني ولایت کې ووژل شو.

ابو محسن المصري
ابو محسن المصري

د ملي امنیت په پرونۍ اعلامیه کې پر طالبانو تور پوري شوی چې محمد حنیف ته یې خوندي ځای ورکړی وو.

د سیاسي چارو کارپوه محمد شفیق همدم وايي، د هغه وژل کېدل نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت باندې اغېز لري.

ښاغلی همدم زیاتوي: "دا به له وخت مخکې چې وي ارزونه وشي چې واقعاً دا سړی (محمد حنیف) او نور د القاعده غړي او ترورېستي غړي په افغانستان کې اوس هم مستقیماً د طالبانو د ملاتړ نه برخه‌مند دي، د دې موضوع د جوتولو لپاره لږ وخت او څېړنو ته اړتیا ده، خو په عمومي توګه ویلی شم چې د ده مړینه د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه خبر دی."

په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې موافقه کې یو مهم ټکی دا دی چې طالبان به له هر ډول ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې له منځه وړي.

د دې موافقه لیک پر اساس، که طالبان له خپلو ژمنو سرغړونه وکړي، امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې له افغانستانه نه وځي.

د ملګرو ملتونو د جون میاشتې په راپور کې راغلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

د امریکا دفاع وزارت هم په جولای میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې څانګه له طالبانو سره نیږدې اړیکې لري او پر امریکايي ځواکونو په حملو کې خپلې ګټې خوندي ساتي.

د دې راپور پر اساس طالب جګړه مارانو هم له دې ډلې سره کار ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG