د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

نیویارک ټایمز: تېره اوونۍ په ټوله نړۍ کې د القاعده شبکې لپاره ډېره بده وه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • کانبرا ټایمز

کانبرا ټایمز ورځپاڼې د هغه تفصیلي راپور په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په‌کې ادعا شوې، استرالیایي ځواکونو افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، داسې اندېښنې شته چې ممکن دغه راپور له خپرېدو مخکې په پراخه کچه اېډېټ شي.

په مطلب کې راغلي، داسې وېره هم شته چې په جنګي جرمونو د تورنو سرتېرو قضیې به په منصفانه ډول تعقیب نه‌شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د استرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي پلټونکي په افغانستان کې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې د خپلو ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه څېړنه کړې ده.

د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن د چهارشنبې په ورځ په کانبرا ښار کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي او په دقیق ډول د ادعاوو پر بنسټ څېړنې پیل شوي.

مورېسن زیاته کړې، د هغو کسانو له‌خوا جدي څېړنه کېږي چې دغه ډول حساسو مسایلو کې ډېر مهارت لري.

د کانبرا ټایمز په وینا د استرالیا لوی څارنوال ویلي، د څېړنډلې مشر پاول بری ریتون به هغه مهال د خپلو موندنو راپور خپور کړي چې لازمه وګڼي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، تېره اوونۍ په ټوله نړۍ کې د القاعده شبکې لپاره ډېره بده وه.

د ورځپاڼې په لیکنه، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د القاعده شبکې ۷ لوړپوړي غړي د امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو برید کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې د افغانستان په غزني ولایت کې د القاعده د یوه مشر وژل کېدو ته هم اشاره کړې، د افغانستان ملي امنیت ویلي چې حسام عبدالرؤف د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې وژل شوی دی.

په مطلب کې د ملګرو ملتونو راپور ته اشاره شوې چې په‌کې راغلي، القاعده شبکې د افغانستان په ګډون یو شمېر ټولنو کې د پښې ځای پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG